۸صبح، کاپيسا: کاپیسا کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې یو سلفی دیني عالم د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.
دغه پېښه یکشنبه د مرغومي پر دویمه نېټه ماښام ۷:۰۰ بجې شاوخوا د کاپیسا ولایت د دویمې حصې کوهستان ولسوالۍ په کیشکتان کلي کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه عالم مولوي لایق نومېده او سلفی و.
تر اوسه کومې ډلې د دغه کس د وژلو مسوولیت نه دی اخیستی.
موده مخکې هم یو سلفی دیني عالم مولوي نصرالله د کاپیسا په مرکز کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا ووژل شو.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه سلفي عالمان د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوي دي.