نامعلومو وسله والو، په بلخ کې یو ځوان وژلی او مېرمن یې ټپي کړې

۸صبح، بلخ: په بلخ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې واییدي چې ناپېژاندو وسله والو، په دغه ولایت کې یو ځوان وژلی دی.

دا پېښه تېره شپه ۲ بجي (کب ۲۵مه) د کشنده ولسوالۍ خلیفه کلي کې، رامنځته شوې ده.

د ناپيژاندو وسله والو په بريد کې، د وژل شوی ځوان (زريلام نادر) ميرمن هم ټپي شوی ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ايرانه دغه تازه راستونه شوي ځوان، دوه مياشتې وړاندې واده کړى و.

تر اوسه ددې وژنې انګېزه نه‌ده معلومه.

طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په بې‌ساري ډول مرموزي وژنې زیاتې شوې دي. په وروستۍ پيښه کې، پرون په کابل کې يو پنجشيري ځوان په مرموز ډول ووژل شو.

Back to top button