ملاهبة الله اخوندزاده، چې د تېر امارت یو مهم کس دی، هغه وخت طالبانو د خپلې ډلې لپاره امیر تعین کړ چې بل مشر اختر منصور يې پاکستان کې د یوه امریکايي ډرون برید وواژه. دا معلومه نه ده چې طالبان په کوم اساس او د کوم میکانیزم له مخې خپل مشران تعینوي، خو دا خبره سل سنه ثابته ده چې ملاهبة الله اخوندزاده هغه وخت د بلوچستان په (کچلاک لنډي کلي) کې یوه مدرسه درلوده او ده به طالبانو ته پکې د احادیثو کتابونه تدریسول. همدلته بلوچستان کې د طالبانو ډېر مهم مشران مېشت ول، چې رسنیو به د (کوټې شورا) نوم ورته یاداوه. طالبانو ته د نژدې سرچینو په وینا چې د اختر منصور تر وژلو وروسته دوی هيڅ ګومان نه کاوه، چې ملاهبة الله اخوندزاده دې مشر شي، ځکه تر ده ډېر پياوړي او برجسته کسان موجود و، خو بس هغه تعین شو او پر افرادو يې اطاعت او خبره منل واجب وګرځېدل!
د تاریخ یوه ډېره حیرانونکې پېښه له افغان ملت سره دا ده چې هېواد، جغرافیه او ملت يې یو ځای دي، اما مشر يې په یوه بل هېواد کې، د بل نظام تر چتر لاندې، د بندو دروازو تر شا، د نامعلومو کسانو له لورې، په نااشنا طریقه ټاکل کېږي.
دغه سړی چې له کومې ورځې د امیر په توګه تعین شوی دی، بیا د خپلې مدرسې په وره کې چا نه دی لیدلی، هغه په خپل مذهبي فکر کې ډېر توندروه دی، د عکسونو اخیستل ورته ګناه ښکارېده، له دې امله به یې خپل عکسونه رسنیو ته نه ورکول. له لومړۍ ورځې هغه ځان له خپلو زیاتره افرادو او ټول افغان ولس څخه پټ کړ. د هغه امرونه به راتلل، پيغامونه به خپرېدل؛ لکه د ملا عمر پيغامونه چې تر مرګ دوه کاله وروسته هم د هغه په نوم طالبانو نشرول! ملاهبة الله هم چا ونه لید، یو چا ورسره مرکه ونه کړه، چا يې نظر ونه پوښت. هغه د خپل ځان په اړه له ملته رایه وانه خیسته؛ بلکې د خپل هېواد پر خاوره يې هستوګنه نه درلوده. یو عکس يې رسنیو ته راوتلی چې ښايي په ډېره ناپامۍ کې ترې اخیستل شوی وي یا هم د کوم سند جوړولو لپاره يې اخیستی وي او هغه عکس يې رسنیو ته هم لار موندلې وي.
دا خبره ثابته ده چې هغه د پاکستان نشنلیټي (Nationality) درلوده، فيالحاله پاکستاني حکومت د هغه پاکستانی شناختي کارډ (د هویت تذکره) بلاک(Block) کړی دی. دغه عکس يې عيني همداسې ښکاري؛ لکه پاکستان کې چې د کوم کارډ د جوړولو لپاره اخیستل شوی وي! دغه وخت کې ښايي یو بل چا ته په لاس ورغلی وي او هغه ور څخه عکس اخیستی او رسنیو ته يې ور کړی دی.
په هر حال؛ طالبانو هغه د خپل امیر په توګه ومانه! د هغه په مشرۍ کې طالبانو ګڼې بریاوې تر لاسه کړې، حکومت ته ورسېدل، له امریکا سره تړونونه وشول، پر نړۍ يې استازي وګرځېدل، بالاخره د هېواد واګې همدوی ته په لاس ورغلې! د جنګ پای يې اعلان کړ او خپلو مخالفو کسانو ته يې عمومي عفوه؟! وکړه (که څه هم په عمل کې يې عفوه ثابته نه کړه) تر دې وروسته د طالبانو ډېر مخ پټي کسان پر رسنیو را څرګند شول. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني هم پټ و، چا سره يې عکس نه و، خو هغه اوس هر وخت پر تلویزیون را ښکاره کېږي. ذبیح الله مجاهد هم یو مهال یوازې رسنیو ته صوتي او لیکلي پيغامونه لېږل، اما اوس کنفرانسونو کېږي ښکاره کېږي. دا ډول نور هم، خو کوم شی ته چې نړۍوال او ملت دواړه بېځوابه پاتې دي، هغه د ملاهبة الله نه را څرګندېدل دي.
پوښتنه دا پيدا کېږي چې ایا هبة الله د ديني فکر له امله ځان نه ښکاره کوي او که دې نور سیاسي ملحوظات هم مطرح دي؟
لکه وړاندې چې مې یادونه وکړه، هبة الله اخوندزاده ډېر توندفکره او افراطي شخص دی. پر خپله خبره ولاړ او ځان خوښ کس دی. دا شونتیا نه شي ردېدای چې هغه دې خپل عکسونه د مذهبي فکر له امله منعه کړي وي، اما ور سره جوخت دا احتمال هم شته چې هغه د یوه سیاسي غورځنګ د مشر په توګه، ښايي له ولس او طن نه داسې پټ او مرموز سیاسي اهداف هم ولري، چې حتا خپله یې آینده نشي اټکولای!؟
لکه د طالبانو پخوانی مشر ملامحمدعمر، چې د امارت تر سقوط وروسته چا نه پېژانده، عکسونه يې نه و، د ځان په ورکولو کې يې له هغه سره ډېره مرسته کړې وه. افغانستان کې ددغه ډول وضعیت شونتیا هر وخت وي؛ بلکې دې نړۍ کې ډېری مشران په همداسې برخلیک اخته شوي دي؛ لکه ملا عمر، نو هبة الله د خپل تېر مشر تجربه لري، شل کاله دوی د خپلو مخالفو کسانو له سترګو په دې وجه پټ او امن کې و، چې عکسونه يې نه و، چا نه پېژندل او هر ځای ته په تګ راتګ کې ورته اساني وه.
دا امکان لري چې هغه دې دواړه فکرونه سره اخښلي بخښلي وي، هم به مذهبي توجیه د دې لپاره لري او هم سیاسي، په دې توګه به هم خدای خوشاله کول غواړي او هم به خپل ځان ساتنه کوي.
د هېواد پر فضا اوس هم امریکايي ډرون طیارې ګرځي، که د هغه ځای ځایګی معلوم شي یا يې نوي عکسونه خپاره شي، نو ښايي یو وخت د ایمن الظواهري په برخلیک اخته شي! له همدې احتمالي خطرونو د مخینوي لپاره هغه ښه بللې ده، چې عکسونه نشر نه کړي! په دې سره به هم د هېواد مذهبي قِشر خوشاله کړي، چې ډېر په دیني نصوصو عمل کوونکی مشر لرو او هم به ځان وساتي. په یوه غشي دوې نښې!
بل خو له طالبانو سره دا فکر نه شته، چې مشر يې باید ملت ته ځواب ووايي! دوی باید ملت د خپل مشر د ټاکلو په میکانیزم پوه کړي! له ملت سره مشوره وکړي! هبة الله اخوندزاده واک ته تر رسېدو وروسته، له ملته پوښتنه کړې وای چې زه د امیر په توګه پاته شم او که بل څوک ور ته تعینوئ؟
نو دا چې یادې پوښتنې یوه هم مطرح نه ده، دوی ګومان کوي په زور مو واک نیولی دی او باید په زور يې بل څوک را څخه واخلي، تر هغو به په واک پسې مښتي یو چې څو مو په کوتک ځنې بېل نه کړي!
بل خوا همدې نالیدلي امیر ځينې داسې نادیده کارونه وکړل، چې له همداسې پټ مخي او نالیدلي امیر څخه يې تمه هم کېدای شوای.
واک ته له رسېدو سره سم يې د نجونو تعلیمي بهیر په ټپه ودراوه. د ښځو پر کار يې بندیز ولګاوه. بازار ته د ښځو پر راوتلو يې محدویتونه وضع کړل. ښځو ته يې امر وکړ، چې لوڅ مخ ونه ګرځي، له محرم پرته یو ځای ته تګ، راوتل، دوا کول، ډاکټر ته تلل او حتا د اړتیا له مخې راوتل هم ممنوع شول! پارکونو ته د میرمنو تګ يې ممنوع کړ او داسې ډېر نادودې او نالیدلې يې وکړې، چې تاریخ به ورته ګوته په غاښ پاته شي.
اصلاً هغه څوک چې د بل تر چتر لاندې مشر وټاکل شي، له هغه د خپل وطن، خاورې او ملت د ګټو تمه کېدلای هم نه شي! څوک خبر دي چې شل کاله دوی ته پاکستان د کومو تړونونو او ژمنو له مخې پخپله خاوره کې ځای ور کړی و، چې که هر وخت مو واک تر لاسه کړ، کوم کارونه به راته کوئ؟ څه به راکوئ؟ د څه په بدل کې دا شل کاله پاکستان د نړۍ تورونه او تحریمونه پر ځان ومنل؛ خو طالب يې له خپلې غېږې کښته نه کړ! دا حتما د یوې معاملې له مخې کېدل، په دې معامله کې طالب ناچاره و، خامخا به د پاکستان تله درنه او د طالب دا سپکه وه؛ لکه له امریکا سره د طالبانو په پټو تړونونو، چې خلک خبر نه دي، همداسې له پاکستان سره هم د دوی په یوه معامله څوک تر ننه نه دي خبر شوي!
پټمخونه او پټمخې معاهدې!
عجیبه نه ده، افغانستان کې درې شیان مخپټي دي: ښځې، امیران، او معاهدې!
د ښځو مخونه پټ دي، امیر مخپټی دی، او سیاست کې د طالب-پاکستان، طالب- امریکا، د معاهدو مخونه پټ دي! ښځې ته خو دوی د شرم په سترګه ګوري، او د مخ لیدل یې، د دوزخ اور ګڼي، د امیر مخ کې څه دي، چې خپل رعیت یې نشي لیدلای!؟ او ددوی معاهدې په څه شرم ککړې دي، چې ولس ور نه هېڅ خبر نه دی.
که پخوا ته نظر وکړو نو د طالبانو بل مشر ملاعمر هم په خپل ژوند کې پټ مخ ګرځېدی. تر هغه وروسته اخترمنصور دا لار نه تعقبیوله، چې ډېر ژر په نښه او له منځه ولاړ؛ خو تر هغه وروسته یو بل روزل شوی او پوخ تجربه کاره ورته راغی چې کارونه يې تر منزله ورسول او ځان يې خوندي هم وساتی.
نو د همدې پټ مخو او نالیدلو امیرانو تړونونه او معاهدې به حتماً پټې او نالیدلې وي، کارونه به یې نادیده او نااشنا وي، څوک چې له ولس سره نه مخ کېږي، هغه حتما داسې کارونه ترسره کوي چې ولس ته يې ځواب نه شي ویلای، هغه څوک چې ولس ټاکلی نه وي، ولس ته به څه ځواب وايي؟ په کوم مخ به ور سره مخ کېږي؟
زموږ ملت ورځ به هغه وخت ښه شي، چې د خپلو چارو په اړه خپله واک ولري، د خپل هېواد د برخلیک په اړه خپله سره جرګه شي، د ستونزو حل ته لار پخپله لټوي، د بل در ته درېدل نور ایله کړي، د بل لپاره هغه کار وکړي، چې د خپل هېواد او ولس په ګټه وي، ټولو هېوادوالو ته حق ورکړل شي، چې د خپل هېواد په چارو کې سهم ولري، نظر ورکړي، برخلیک ټاکلو کې يې رول ادا کړي، له هېواد څخه هيڅوک ایستلو ته اړ نه وي، ټول وطنوال خپل بشري، مدني، قانوني او شرعي حقوقو څخه برخمن وي!
په دې توګه کولای شو، چې د وطن لویو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدو او له ځان سره د خپل هېواد د مالکیت احساس پيدا کړو؛ که نه همداسې به نالیدلي امیران، د نالیدلو معاهدو تر زور لاندې، په اوږو سپاره ګرځو، بچیان به مو د انفجار، انتحار او ورانۍ، ماشیني نسلونه جوړیږي، او رڼا، خوشحالي او ژوند به په سترګو ونه ونیو!