د اروزګان ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د روغتیايي اسانتیاوو پر نشتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په روغتیايي مرکزونو کې د ډېری عادي ناروغیو درملنه هم نه کېږي. د هغوی په وینا، دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر خورا کمزوری دی.
د ګېزاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمدشفیق وايي چې د دې ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه کمزوري دي، د روغتیايي کارکوونکو شمېر کم دی، مسلکي ډاکټران نشته او یو شمېر روغتیايي کارکوونکي ان د نرسنګ له څانګې هم نه دي فارغ شوي. هغه زیاتوي چې د ترینکوټ مرکز او ګېزاب ولسوالۍ ترمنځ لاره د موټر په مټ شاوخوا اته ساعته ده او د لارو خرابوالي له امله موټرچلوونکي له خلکو لوړې کرایې اخلي.
د ګېزاب دا اوسېدونکی وايي چې دولتي روغتون د درملو له سخت کمښت سره مخ دی او کوم ناروغان چې دغه روغتون ته ورځي، سپارښتنه ورته کېږي چې خپل اړین درمل له بازاره وپېري.
شفیق زیاتوي: «زموږ په ولسوالۍ کې تر ټولو سمبال روغتون، د ولسوالۍ مرکزي روغتون دی؛ خو په دې روغتون کې ان د زکام په څېر د ساده ناروغیو درملنه هم نه کېږي. موږ خپل ناروغان ترینکوټ ته بیایو. تر هغه ځایه اته ساعته لاره ده او که څوک موټر په کرایه ونیسي، باید پنځه زره افغانۍ کرایه ورکړي. زموږ د ولسوالۍ د روغتون وضعیت په بشپړ ډول خراب شوی دی.»
یوازې د ګېزاب اوسېدونکي له دغو ستونزو سره مخ نه دي؛ د اروزګان د یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم د روغتیايي خدمتونو له وضعيته شکایت کوي او وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په دغه ولایت کې د روغتیا برخه فلج شوې ده.
د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي هم له روغتیايي ستونزو شکایت کوي او وايي چې د لارو اوږدوالی، د مسلکي ډاکټرانو کمښت، په روغتونونو کې د روغتیايي وسایلو نشتوالي او د کمزورو خدمتونو وړاندې کولو د دې ولسوالۍ خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي چې په خاص اروزګان کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه د طالبانو او ځینې نور د نړیوالو موسسو له خوا تمویلېږي، خو د دغو مرکزونو وضعیت خورا خراب دی او وړاندې کېدونکي خدمتونه د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای. هغه وايي خلک خپل ناروغان د درملنې لپاره د ترینکوټ ولایتي روغتون یا د غزني ولایت جاغوریو او مالستان ولسوالیو ته لېږدوي.
د خاص اروزګان دا اوسېدونکی وايي: «زموږ په ولسوالۍ کې روغتیايي خدمتونه خورا کمزوري وړاندې کېږي. په روغتونونو کې هېڅ درمل او امکانات نشته. موږ خپل ناروغان د درملنې لپاره ترینکوټ یا مالستان او جاغوریو ته بیایو.»
د چنارتو ولسوالۍ یو ځوان سیفالله چې خپله ناروغه مېرمن یې د درملنې لپاره د ترینکوټ ښار یوه خصوصي روغتون ته راوستې، وايي چې له یوې خوا د خلکو اقتصادي وضعیت خورا خراب دی او له بلې خوا په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د درملنې مناسب خدمتونه نه وړاندې کېږي. هغه وايي چې په چنارتو ولسوالۍ کې هېڅ ښځینه ډاکټره نشته او په ټوله ولسوالۍ کې یوازې دوې قابلې ښځینه ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوي.
دا ځوان زیاتوي: «خلک د سهار او بیګاه ډوډۍ نه لري او نه پوهېږي چې شپه څنګه تېره کړي. په وږي نس وېده کېږي او کله چې ناروغان شي، نه پوهېږي د خپل ناروغ د درملنې لګښت له کومه کړي. زموږ په ټوله ولسوالۍ کې هېڅ ښځینه ډاکټره نشته او یوازې یو يا دوې قابله حضور لري. نور هیڅوک نشته. زموږ د ولسوالیو د خلکو وضعیت خورا خراب دی او نه پوهېږي چې د ځان او خپلې کورنۍ د غړو درملنه څنګه وکړي.»
په دغه ولایت کې یو شمېر مدني فعالان وايي چې په اروزګان او د افغانستان په نورو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو وضعیت خراب دی او د نړیوالو مرستو کمېدل او د طالبانو بېغوري د دغه وضعیت اصلي لاملونه دي.
په اروزګان کې یو مدني فعال چې د امنیتي اندېښنو له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي د مرستو د کمېدو له امله په دغه ولایت کې زیات شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
له دې سره سره، په یوه موسسه کې یوه سرچینه چې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د تامین مسوولیت پرغاړه لري، وايي چې دمګړۍ په ټول اروزګان کې ۱۰۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي. هغه زیاتوي چې لا هم په یو شمېر سیمو کې «سپینې ساحې» شته چې هلته هېڅ فعال روغتیايي مرکز نشته او اړتیا ده چې په دغو سیمو کې هم روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.





