• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغان ایوک: د افغان متحدانو له پامه غورځول د امریکا امنیت کمزوری کوي

۸صبح ۸صبح
۱۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759590838]
AP

AP

۸صبح، کابل: افغان ایوک سازمان د ډونالډ ټرمپ حکومت هغه پرېکړه چې په ۲۰۲۶ مالي کال کې یې یوازې د ۷۵۰۰ پناه غوښتونکو د منلو محدودیت ټاکلی، په کلکو ټکو غندلې ده.

د افغان ایوک د مشرتابه پلاوي رییس شاون ون‌ډایور شنبه د تلې پر ۱۲مه په یوه بیان کې ویلي چې دا ګام «د قانون ماتولو، د کانګرس او د امریکا ژمنو له پامه غورځولو» په څېر دی.

نوموړي ټینګار کړی چې په دې کمه برخه کې «هېڅ یا ډېر کم» هغه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې، شامل شوې نه دي.

د هغه په خبره، دا پرېکړه د هغو کسانو د پر ځای پرېښودلو په څېر ده چې په امریکا کې د پناه غوښتنې (P1 او P2) پروګرامونو ته ورپېژندل شوي وو؛ چې پکې وکیلان، څارنوالان، ښځينه قوماندانانې، خبریالان، مدني فعالان او ان د امریکايي نظامیانو کورنۍ شاملې دي.

ون‌ډایور خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «د متحدانو پرېښودل د امریکا امنیت کمزوری کوي؛ د کارګرو پرمخ د دروازو تړل اقتصاد کمزوری کوي او د بشري رهبرۍ پرېښودل به په نړۍ کې د امریکا باور له منځه یوسي.»

نوموړي له سیاسي او سوداګریزو مشرانو او دغه راز له امریکايانو غوښتي چې د دې پرېکړې پر وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.

هغه زیاته کړې: «افغان ایوک رامنځته شو ځکه امریکا هغو افغانانو ته چې د جګړې په ډګر کې راسره ودرېدل، ژمنه وکړه. موږ به اجازه ورنه کړو چې دا ژمنې په چوپتیا کې ماتې شي.»

د یادونې ده چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته ژمنه کړې وه چې هغو زرګونو افغانانو ته پناه ورکوي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له دغه هېواد سره همکاري کړې ده.

د زرګونو ژباړونکو، د سفارتونو او امریکایي ادارو ځايي کارکوونکو، د بشري حقونو فعالانو، خبریالانو او مېرمنو ته چې له جدي ګواښ سره مخ وو، امریکا یا نورو درېیمو هېوادونو ته د انتقال لپاره ځانګړي پروګرامونه لکه SIV (د کډوالۍ ځانګړې ویزه) او  P1  او P2 پیل شول.

ورته مهال، ځينې کسان چې قضیې یې روانې دي، لا هم په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې په تمه دي او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د کډوالو جبري راستنول؛ څه باندې ۴۰۰  کسان افغانستان ته راستانه شول
خبرونه

د کډوالو جبري راستنول؛ څه باندې ۴۰۰ کسان افغانستان ته راستانه شول

۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793522249]
امریکا غواړي ۱۵۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي
خبرونه

امریکا غواړي ۱۵۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي

۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793455396]
Abdul Basil/AFP via Getty Images
خبرونه

طالبان: پرون ۲۳۷ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي

۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793446949]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په تخار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته؛ ۱۰ کسان وژل شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.