د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنټاګون ته امر کړی چې له درېیو لسیزو وروسته بېرته د اټومي وسلو ازمایښتونه پیل کړي.
ټرمپ پنجشنبه د اکتوبر پر ۳۰مه په خواله شبکې «تروت سوشیل» کې لیکلي چې دا پرېکړه یې روسیې او چین ته د ځواب په موخه کړې ده.
ټرمپ ویلي: «د نورو هېوادونو ازمایښتي پروګرامونو له کبله مې پنټاګون ته امر کړی چې زموږ د اټومي وسلو ازمایښتونه په مساوي توګه پیل کړي. دا بهیر به په سملاسي توګه پیل شي.»
ټرمپ دا امر په سویلي کوریا کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر لیدنې یو ساعت مخکې صادر کړی دی.
د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ او شي جین پینګ د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزو ترینګلتیاوو د کمولو په موخه لیدلي دي.
دا له ۲۰۱۹ کال څخه راوروسته د امریکا او چین ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ لیدنه وه.
امریکا د اټومي وسلو وروستی ازمایښت په ۱۹۹۲ کال کی کړی و.





