د جان بولټن د خاطراتو کتاب له افغانستان څخه د امریکا د وتلو اړوند ځینې د پام وړ ټکي لري. یو مهم ټکی یې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو او په ځانګړې توګه د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د پاکستان د برخلیک په اړه اندېښنه ده. د بېلګې په توګه، بولټن په خپل کتاب کې په څلورو بېلابېلو مواردو کې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او واک ته د طالبانو په رسېدو سره به پاکستان زیان وویني؛ هغه چې د ده په اند د واشنګټن له ګټو سره سمون نه لري او له همدې امله، نوموړی د «بېقید او شرطه وتلو» مخالف و. نوموړي دا خبرداري تر ډېره په هغو ناستو کې ورکړي چې ډونالد ټرمپ هم پکې و: «ومې وویل، ښايي یوازې زه د دې مسالې په اړه اندېښمن یم چې که طالبان یو ځل بیا د افغانستان کنټرول ترلاسه کړي، پر ګاونډي پاکستان به یې څه راشي؛ خو ټرمپ مې خبره پرې کړه او ویې ویل چې هغه هم اندېښمن دی.» همدارنګه کله چې ټرمپ له نوموړي له افغانستانه د وتلو په اړه پوښتي، داسې ځواب ورکوي: «ما وویل داسې ښکاري، زما انتخاب د تېرو تجربو پر بنسټ دی. ما بیا تشریح کړه چې ولې په خپله خاوره کې له ترهګرو سره وجنګېږو او ولې د پاکستان د اټومي وسلو د پروګرام له امله اجازه ورنه کړو چې افغانستان د طالبانو لپاره پر یوه خوندي پناهځای بدل شي؛ ځکه داسې یو حالت ښايي د ترهګرو لاس ته د پاکستان د لوېدو بهیر چټک کړي.» د خپل کتاب د دیارلسمې برخې لومړنۍ کرښې یې هم پاکستان ته ځانګړې کړې دي: «په لوېدیځ کې د ایران د اټومي وسلو د پروګرام او په ختیځ کې د پاکستان د اټومي وسلو په اړه هوښیار او چمتو پاتې کېدل.» همدارنګه، د کتاب په ۵۳۳مه پاڼه کې د دوحې پر مذاکراتو نیوکه کوي: «زما په اند، د ترهګرو ډلو د بیا منظمېدو او پیاوړي کېدو پر وړاندې د مقابلې وړتیا او د ایران او پاکستان د اټومي ګواښونو په اړه هوښیار پاتې کېدل، هغه اصلي مسایل و چې موږ باید [له طالبانو] سره په مذاکراتو کې په پام کې نیولي وای.»
پورتنیو مسایلو سره په تړاو، لومړی دوه ټکي د یادونې وړ دي: ۱- تر دې ځایه د پاکستان د وضعیت په اړه د بولټن ډېرو خبرداریو د حقیقت جامه اغوستې ده. لیدل کېږي چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو سره پاکستان هغه هېواد دی چې ډېر زیان یې لیدلی؛ په داسې حال کې چې تمه کېده اصلي ګټیالی به همدا وي. برعکس، هند یې چې لومړۍ درجه سیال دی، د طالبانو له رژیم سره له ملګرتیا ګټه اخلي. پاکستان همدا اوس د ټيټيپي (د پاکستاني طالبانو تحریک) له کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او نه یوازې دا چې د دې ډلې د مهارولو کومه نښه نه لیدل کېږي، بلکې فعالیتونه یې ورځ تر بلې زیاتېږي. پاکستان د ټيټيپي د نه مهارولو له امله له طالبانو سره هم په جګړه کې دی. لږ تر لږه تر اوسه د دغه کړکېچ د هواري په اړه داسې ډاډمنه خبره نه شي کېدای. ۲ – سمه ده چې بولټن د پاکستان د اټومي وسلو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرداري ورکړي، خو د هغه په لیدلوري کې د دغو دواړو ترمنځ توپیر شته. څرګنده ده چې بولټن غوښتل د ایران اټومي صنعت د تل لپاره له منځه یووړل شي او له همدې امله یې ټرمپ وهڅاوه چې له برجام څخه ووځي. نه یوازې د ایران د اټومي صنعت د له منځه وړلو غوښتونکی و، بلکې د اسلامي جمهوریت د نسکورولو غوښتونکی هم و او دی. په دې اړه د نوموړي دریځ د لمر په څېر روښانه دی. خو د پاکستان د اټومي وسلو په اړه یې اندېښنه توپیر لري؛ یعنې غوښتل یې چې دا وسلې د اسلاماباد په لاس کې خوندي پاتې شي، نه دا چې ترهګر پرې سمبال شي. بولټن اندېښمن و چې د طالبانو له بیاواکمنېدو سره به پاکستان دومره ناامنه شي چې ترهګر د دغه هېواد اټومي وسلو زېرمتون ته لاسرسی ومومي، یا به پر اټومي وړتیا د اسلاماباد کنټرول کمزورې شي چې دا هم خطرناک حالت دی. که وضعیت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې د بولټن دا اندېښنه هم په لرې راتلونکې کې رښتیا ثابته شي.
څوک چې د بولټن پخواني خبرداري ولولي، له دې پوښتنې سره به مخ شي: سره له دې چې هغه مهال پاکستان له طالبانو جدي ملاتړ کاوه، بولټن څنګه دې پایلې ته رسېدلی و چې واک ته د طالبانو بېرته راتګ به د پاکستان په زیان تمام شي؟ د دغو خبرداریو ارزول ځکه ارزښت لري چې دا د امریکا د ملي امنیت د سلاکار له خولې په یوه داسې کتاب کې راغلې چې راتلونکي نسلونه به یې د سند په توګه کاروي. پورتنۍ پوښتنې ته په ځواب کې څو ټکي د پام وړ دي:
۱ – ښايي بولټن د طالبانو او ټيټيپي ترمنځ د اړیکو او ملګرتیا موضوع ته پام کړی وي. د دغو دواړو ډلو ترمنځ قومي، ژبنۍ او مذهبي اړیکې شته او په اسانۍ نه شلېږي. له همدې امله، دواړه د یو بل له بریا او ماتې اغېز اخلي. اوس چې طالبان بریالي شوي، ټيټيپي هم د بریا ارمان کوي. البته، بولټن په خپل کتاب کې د ټيټيپي نوم نه دی اخیستی؛ خو کله چې د ترهګرو لاس ته د پاکستان د لوېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکوي، موخه یې همدا ډله ده.
۲ – بولټن د اسلامپالو ډلو پر وړاندې ډېر بدبین دی. د دغې بدبینۍ کچه یې هم په خپل کتاب کې له ورایه لیدل کېږي. په مرکو کې هم. د ټرمپ د لومړۍ دورې په حکومت کې یې په کړنو کې هم. له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ یې هم له دې کبله نه کاوه چې دا یې له هغو اسلامپالو وسلهوالو ډلو څخه ګڼله چې له اسلامي جمهوریت سره همفکره دي. د بولټن په اند، د طالبانو په څېر ډلې پر خپلو ژمنو نه درېږي او پرې باور نه شي کېدای. د هغه له نظره، دا ډول ډلې ان له خپلو ملاتړو سره هم خیانت کوي. له همدې امله یې برداشت دا و چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ به د دې مخه ونه نیسي چې یوه ورځ به له پاکستان سره خیانت کوي؛ داسې اندېښنه چې په تېرو څو کالو کې یې تر ډېره د سمون څرک څرګند شوی دی.
پورتني دوه ټکي د بولټن د شنننې له دریځه هم د بحث وړ دي. بولټن په ۲۰۱۰ کال کې هم د یوې مقالې په خپرولو د پاکستان راتلونکی د اندېښنې وړ بللی و او خبرداری یې ورکړی و چې ښايي پر خپلو اټومي وسلو د دغه هېواد د کنټرول کچه راټیټه شي. نوموړي په خپلو خاطراتو کې هم اعتراف کړی چې ټرمپ یې په ورځپاڼو کې خپرې شوې شننې په غور لوستلې، ټلویزوني مرکې یې اورېدلې او خوښېدې به یې.
۳ – څنګه چې بولټن د امریکا د ملي امنیت سلاکار و، ښايي د پاکستان د راتلونکي په اړه یې خبرداري یوازې پر شخصي تحلیلونو نه، بلکې د هغه وخت پر استخباراتي معلوماتو هم ولاړ و. که داسې وي، پوښتنه دا ده چې ایا دا اندېښنه یې له پاکستان سره شریکه کړې که نه؟ هغه مهال نه یوازې بولټن چې ټرمپ هم پر پاکستان سخت فشار راوړ او دغه هېواد یې د امریکا له مالي – نظامي مرستو بېبرخې کړ (له ترهګرۍ د ملاتړ په پلمه). د امریکا پخوانیو حکومتونو هم په وار وار پاکستان ته د ترهګرۍ د ملاتړ له امله خبرداری ورکړی و. خو دا خبره له دې سره توپیر لري چې په څرګندو ټکو وویل شي، واک ته د طالبانو بېرته رسېدل به پاکستان د ناامنۍ په یوه ژور ډنډ کې ډوب کړي. که دا اندېښنه له پاکستان سره شریکه شوې هم وي، دغه هېواد جدي نه ده نیولې؛ ځکه هغه مهال طالبان د پاکستان لپاره محبوب و او دغه هېواد هم په افغانستان کې د هند د نښو د له منځه وړلو پرته بله جدي اندېښنه نه لرله. البته دا اندېښنه اوس هم شته او په راتلونکې کې به هم پر ځای وي. د پاکستان له نظره، هغه مهال طالبان پر هند د فضا تنګولو تر ټولو اغېزمنه وسیله ګڼل کېده؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې دا ډله واک ته ورسېده، اسلاماباد ګومان کاوه چې افغانستان او هند پورې اړوند ټولې هیلې او موخې یې ترلاسه کړې دي؛ خو دا برداشت ناسم ثابت شو. ویل کېدای شي چې د طالبانو په اړه دومره خوشبیني د دې لامل شوه چې پاکستان پر واقعیتونو سترګې پټې کړي او د هغه مهال خبرداري له پامه وغورځوي.





