په هره ټولنه کې د انساني، اخلاقي، ټولنيزو، سیاسي… ارزښتونو اړتیا احساسېږې. د انسانانو ترمنځ اړيکې، ټولنیزې اړيکې دي او دا اړيکې تنظيمولو ته اړتیا لري. هغه څه چې دا اړيکې تنظيموي، هغو ته ارزښتونه ويل کېږې.
په يوه ټولنه کې چې د څو مذهبونو او فرهنگونو پيروان ژوند کوي؛ نو ددې چې د دوی ترمنځ ټولنيز واټن کم شي، موجود توپيرونه په ټکرونو بدل نشي، د ټولنيزي بيباورۍ مخه ونيول شي او له يو بل سره په سوله کې گډ ژوند وکړي، يو بل ومني او يو د بل پر وړاندي زغم ولري، نو بیا گډو ارزښتونو او د يو ځايولو ارزښتونو اړتیا منځ ته راځي.
ننې ټولنه چې د توپیرونو او اختلافونو مجموعه ده، باور جوړونکو او يو ځایونکو ارزښتونو ته اړتیا لري او دا انساني ارزښتونه دي.
ارزښتونه:
«هغه څه چې معنی او ځواک ولري.» ارزښتونه کېدای شي طبیعي وي، ارزښتونه کېداي شي ټولنيز وي، ارزښتونه کېداي شي اخلاقي وي، او ارزښتونه کېدای شي اقتصادي وي، دغه راز کېدای شيو چې ارزښتونه سياسي وي، حتاکېدای شي ارزښتونه فرهنگي او ديني او یا بل څه وي.
د يو شمېر موجوداتو او شیانو ارزښت، د هغوی په خپل جوړښت او فطرت کې وي.
د انسان ارزښت په انسانتوب او د انسان په فطرت کې دی. نژاد، قوم، دین، ټولنیز موقعیت، مقام، جنس د انسان فطرت نه بدلوي. انسان په هر نژاد، هر دین او هر قوم کې انسان دی.
د انسان د همدي ارزښت ورکېدل دي چې هغه له جنګونو، خواریو او ناخوالو سره مخامخ دی. همدارنګه طلا او الماس يادولې شو. طلا او الماس د خپل ارزښت لپاره پشتوانې ته اړتیا نهلري او دا ډول ارزښتونه نه ايجادېږې. پیسې هم ارزښت لري، خو د پیسو ارزښت د کاغذ پر ځای، د پيسو په پشتوانه کې دی، او هر څومره چې پشتوانه زياته او پياوړې وې، په هماغه اندازه د پیسو ارزښت هم زيات وي.
په ارزښتونو کې، د کېفيت او کميت مسئلې هم په نظر کې نيول کېږې. په ماتيماتيک کې تر ډېره ځايه، له کمي ارزښتونه گټه اخستل کېږې. په ماتيماتيک کې په اندازه، شمېر، واټن… حساب کېږې، خو په اقتصاد کې بيا، کېفيت او څرنگوالی په مرکز کې دی.
همدارنگه په ارزښتونو کې ډېره مهمه مسئله، ” مطلقيت” او ” نسبيت” دی. پورته د انسان، طلا او الماسو د ارزښت په اړه يادونه وشوه او دا ارزښتونه مطلق ارزښتونه دي. انسان په هر حالت کې انسان، طلا په هرحالت کې طلا او الماس په هرحالت کې الماس دي. ددوی په کميت کې بدلون، د دوی فطرت او کېفيت نهبدلوي. خو په هغه څه کې چې کمي بدلونونه د کیفي بدلونونو لامل کېداي شي، د مطلق ارزښتونو پر ځای نسبي ارزښتونه رول لري. او د هغوي پهوسيله تنظيمېږې. په ټولنيزو چاروکې د مطلقو ارزښتونو پيروي کول، د مطلق حقيقت د منلو په معني دی. او دا ډول تفکر له ټولنيز فطرت سره، چې وده کوي او بدليدونکی دی؛ نه لگېږې.
ددې ليکنې مطلب بدلون منونکې ټولنيزو ارزښتونه دي. دا ډول ارزښتونه نسبي او تاريخي ځانگړتياوي لري او دا ځکه چې ژوند او په تېره بيا ټولنيز ژوند بدليدونکی دی. او هغه ارزښتونه، چې د ټولنيز ژوند تنظيمونکې دي، ايجادېدونکې او بدليدونکې، ځانگړتياوې لري. دا ډول ارزښتونو د اړتیاو او ايجاباتو پر بنسټ، ايجادېږې.
هغه ارزښتونه چې د ستونزو په حل کې پاتي راځي او د زمانې غوښتنو ته ځواب نشي ورکولاي بايد بدل شي او ځاي يې نوي ارزښتونو ته وسپارل شي.
د موږ په زمانه کې، په تېره بيا د ټولنيزو، سياسي… جوړښتونو چټکې ودې، د نسبي ارزښتونو په بنياد چلند، په واکمن چلند بدل کړی دی.
په ټولنه کې د ايديولوژیک تفکر واکمني د ارزښتونو نسبیت له منځه وړي او نه بدليدونکې ځانګړتيا غوره کوي.
په ټولنيز ژوند کې د ارزښتونو د انتخاب مسئله، لوری ورکونکی رول لري. په اخلاقي برخه کې، د ښه او بد ترمنځ انتخاب، په مذهبي برخه کې، د حلال او حرام ترمنځ انتخاب، د اقتصاد په برخه کې، د لوړ او ټيټ کېفيت ترمنځ انتخاب او په سياست کې د ويشونکو او يوځایونکو ارزښتونو ترمنځ انتخاب دی. ويشونکې ارزښتونه ټولنه ويشي، ټولنيز واټن ايجادوي او د ټکرونو په لور د ټولنې لارښوونه کوي. يوځایونکې ارزښتونه له تفاهم، پوهاوی، توافق او مصالحی سره مرسته کوي.
د ارزښتونو هميشنی اړتیا
انسانان له هماغه پيله، په ارزښتونو پسي گرځي او د ارزښتونو په وسیله غواړي خپل ژوند او خپلې اړيکې تنظیم کړې. د ارزښتونو په انتخابولو سره خپل ژوند ته هدفمند لوری ورکړي. ژوند او د انسانانو ترمنځ اړيکې، په هميشنی بدلون او هميشني حرکت کې دي. همدا بدلون او حرکت له يوې خوا په پيوسته توگه، د نويو ارزښتونو اړتیا منځ ته راوړي او له بلې خوا همدا بدلون او حرکت ټولني ته د ژوند کولو او په ستونزو د غلبي کولو ځواک، او د ودي او پرمختگ وړتيا ورکوي. که دا هميشنی بدلون او حرکت سره مل بدليدونکې ارزښتونه نه وي، ټولنه هم د ستونزو په حلولو کې بېوسه کېږې او د ودي او پرمختگ وړتيا له لاسه ورکوي.
د موږ په دنيا کې، بدلون منونکې ټولنې، د هغو ټولنو په پرتله چې بدلون ته چمتوالی نه ښيي، د ستونزو په حل کې، ډېر پياوړی استعداد او زياته وړتيا لري. او خپل بحرانونه پخپله حلوي. له اختلافونو نه ډاريږي. سیاست د ټولو په چاره بدلوي او ټولنه له سياسي بيګانګي ژغوري او د دولت او ټولني ترمنځ باور جوړوي. نويو پوښتنو او نويو غوښتنو ته نوي ځوابونه او د حل نوي لاري پیدا کوي. دا ډول حالت ټولني ته ددې وړتيا او وس ورکړی، چې په خطرونو او چلينجونو غلبه وکړي.
د ټولنې په بدلون کې مرکزې مسئله، د انسانانو بدلون دی او په انسانانو کې بدلون، د هغوې په فکرونو، ذهنونو او چلند کې بدلون دی. د ملا ستونزه داده، چې انسان ته د ماشین په سترګه ګوري، خو انسان ماشين نهدی، چې تل دې د یوې تڼۍ (توګمې) په کېښکولو سره، چالان شي، تل په هماغه يوه لوري وگرځي او تل، يو شان او په يوه اندازه توليد وکړي.
هغه څه چې د ټولنې او انسان د بدلون په چاره کې، ټاکونکې رول تر سره کوي، ددې دواړو خپلواکې ده. خپلواکی ددې دواړو بدلون منونکو ځانگړتياو ته وده، ځواک او پراختيا ورکوي.