۸صبح، نیمروز: نیمروز کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د یوه روغتون له يوې روغتياپالې د پلټنو امر ورکړی دی.
ځايي سرچینې پنجشنبه د مرغومې پر لومړۍ نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، طالبانو تر هغې وروسته ،له دغې نرسې د پلټنو او ګروېږنو امر صادر کړ، چې د دې ډلې یوه جنګیالي خپله مېرمن د ډاکټرې يلدا په نوم په نیمروز ولایت کې د ولادي او نسايي ناروغيو يوې ډاکټرې ته بېولی وه.
دغه طالب جنګیالي غوښتل چې د ناروغانو نوبت ته له پاملرنې پرته، د خپلې میرمنې درملنه وکړي. خو د ډاکټرې یلدا د همکارې روغتياپالې له غبرګون سره مخ شوی دی.
د دغې ډاکټرې د ښځینه همکارې او طالب جنګیالي تر منځ له لفظي شخړې وروسته، د طالبانو د استخباراتو رياست نن غرمه له دغې نرسې نه د پلټنو امر ورکړی دی.
د نيمروز د استخباراتو له لوري د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست ته په استول شوي مکتوب کې ويل شوي: «د سميرا په نوم د يوې ښځې له لوري چې د ډاکټرې يلدا په کتنځي کې کار کوي، د شوي سپکاوي په تړاو قطعي پرېکړه وکړئ. هغې د امارت مجاهدین سپي بللي دي او ټول اسناد یې موجود دي.»
بلخوا، په نیمروز ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې د طالبانو د دغه حکم په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، چې د سمیرا ژوند په خطر کې دی.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، په بیلابیلو بڼو زور واکۍ او د هیوادوالو ځورولو ته مخه کړې ده.