سقوط، د پلان برخه وه که د انساني تېروتنو ډراماتيکه پايله؟

عبدالوحيد وحيد

د سیګار لخوا چمتو شوی رسمي راپور چې څو ورځې وړاندې خپور شو ډيرى واقعيتونه یې بربنډ کړي دي. لنډيز يې دادى چې؛ مخکینی ولسمشر اشرف غني او د نوموړي حکومت په سمه توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ارادې په درک کولو کې پاتې راتلل، په دوحه کې د امریکا او طالبانو له مذاکراتي بهير څخه د افغان حکومت ایستل، د اشرف غني ترمشرۍ لاندې اداره د یوې خورا وړې او محدودې ډلې لخوا مديريت کېدل، له افغان حکومت سره له خبرو کولو د طالبانو انکار، په لوړه کچه د حکومت متمرکزه بڼه، د فساد پراخوالی او د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره مبارزه، د  موقتي دورې د رامنځته کولو پرځاى په خپل حکومت کې د طالبانو د ځاى پر ځاى کولو په وړانديز باندي د اشرف غني ټینګار د تېر جمهوري نظام د نسکورېدو اساسي او بنسټیز لاملونه ښودل شوي دي.

د ترتیب شوي راپور ټول مندرجات په بشپړه توګه د تایید وړ دي، خو په ورته ډول امریکا هم افغان حکومت ته د ځواکونو د ايستلو په هکله د روښانه پیغام په رسولو او د خپلې ارادې په تړاو د کابل د باور په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دى. له دې څخه ورهاخوا د ځواکونو د ايستلو په برخه کې د لوړپوړو امریکايي چارواکو  متضادو څرګندونو هم د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د ارادې د جديت کچه راښکته کړی ده.

امریکایي چارواکو د خپلو ځواکونو د ايستلو په تړاو آن د کرزي حکومت پر مهال هم له ابهامه ډکې ضد و نقيضې څرګندونې کولې. کرزى د ولسمشر په توګه هم له افغانستانه د امریکا د وتلو خبره نه منله، بلکې په يقين سره يې ويل چې امریکا نه غواړي لاړ شي. دلته شکونه راپورته کېږي چې امريکا ولې د خپلو وتلو پلان دومره مبهم او په دومره مرموز ډول ساته چې د کوربه هېواد ولسمشر هم ورباندې شکمن و؟

په هر حال هغه څه چې په زغرده يې ويلى شو دادي چې يا خو واشنګټن له افغان حکومت سره د دوی د پلان شوي وتلو په اړه په قصدي توګه د شکونو او د غيريقيني فضا رامنځته کولو ترشا پټې موخې درلودې او يا هم دا چې امریکا د ځواکونو د پلان شوي وتلو په هکله د افغان حکومت د باور په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی وو او يا هم دواړو هېوادونو ونشو کولاى چې د دوه اړخیزو ستونزو په تړاو د یو بل د اندېښنو د درک کولو لپاره دوه اړخیز تفاهم ته وده ورکړي.

اکثریت افغانان په دې باور دي چې د امریکا لخوا موقتي ادارې ته د واک سپارلو د غوښتنې له منلو د غني د احساساتي او نا سنجول شوي مټکور انکار له امله امریکا په قصدي توګه د کابل د حکومت له ملاتړه لاس واخيست او په پایله کې د خليلزاد ټيم لخوا د ترتیب شوي  B پلان عملي کولو ته لاره پرانستل شوه.

د افغانستان حکومت د شخړې د يوه دومره مهم اړخ په توګه چې ډېرى ننګونکې پرېکړې باید عملي کړې واى د دوحې د تړون له ټول بهیره ايستل په هېڅ ډول د توجيه وړ نه ګڼل کېږي. د افغانستان له حکومت سره له خبرو د طالبانو انکار کول، د تړون له لاسلیک کولو وروسته پر جګړه د طالبانو تمرکز، د نظامي بريا لټون او له دوه اړخیز تړون وروسته د افغانستان د امنيتې ځواکونو د مورال بايلل ټول هغه واقعيتونه دي چې امریکا یې باید د اخلاقي نورمونو پربنسټ پړه منلې واى.

د باوري سرچينو له مخې د سيګار په ګډون په کابل کې د امریکا د سفارت ديپلوماتانو معلومات درلودل چې د نظام له نسکورېدو لا څو مياشتې د مخه د کابل د هوايي ډګر د وي اي پي برخې له لارې له ډالرو ډک بکسونه په کومو الوتکو کې څومره پيسې، د چا لخوا چېرته استول کېدل؟ سيګار هغه مهال ولې د دومره لوړې کچې فساد په هکله چټک او جدي غبرګون ونه ښوده؟

موږ باور لرو چې امریکا د خپلو هژمونيکي موخو لپاره په اداري فساد باندې نه يوازې سترګې پټولې، بلکې په لوړو دولتي پوستونو باندي يې د هغو افرادو د ګمارلو سپارښتنه هم کوله چې په پراخ ډول په فساد کې لا د مخه ښکېل ګڼل کېدل.  په ټاکنیز نظام کې درغليو د مخنیوي او د روڼتيا د رامنځته کولو په برخه کې پراخ امکانات موجود وو، د سمون مخه يې نيول کېده. د متمرکز جمهوري نظام په  رامنځته کولو او د افغانستان د اساسي قانون په ترتيب کې امریکايي ديپلومات خليلزاد مهم رول ولوباوه. لنډه دا چې امریکا کولاى شواى د تېر نظام د نسکورېدو هغو لاملونو مخنیوى وکړي چې سيګار د نظام د له منځه وړلو لاملونه ګڼلي دي. هغوى کولاى شواى چې د فساد مسله حل کړي او په یوه داسې هېواد کې د ولس محوره دېموکراتیکو او حساب ورکوونکې حکومتولۍ بنسټونه رامنځته کړي چې په پراخه کچه د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.

د دوحې د خبرو له بهیره د افغان حکومت له ایستلو او له غني څخه موقتي ادارې ته د واک د سپارلو له غوښتلو وروسته ولې امریکا د غني سخت غبرګون لکه د نظام نسکورول او د تېښتې لاره خپلول اټکل نشو کړاى او ولې يې د مخنیوي په تړاو ګامونه پورته نه کړل؟ په داسې حال کې چې روان بهیر د غني له غوښتنو سره سم نه وو او د غبرګون اټکل هم کېده.

د دوحې تړون له لاسلیک وروسته د کابل د سقوط نښې نښانې ليدل کېدې، اوسنى ناوړه وضعیت د وړاندوینې و او حتمي ښکارېده. په تړون کې د ټول ګډونه حکومت جوړولو ستونزمن اړخ د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته کول، د بين الافغاني مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت، پر جګړو د دواړو خواوو زور اچول، د افغان امنیتي ځواکونو چټکه پاشلتيا، د نظام نسکورېدل او د غني تېښته د امریکا په مشرۍ د افغاني ټولنې د بدلون د دوه لسیزو هڅو ډراماتیکه پایله او ستراتیژیکه ناکامي وګڼو که دا هرڅه له مخکې څخه مهندسي شوى ناورين او پلان شوې سناریو وه چې د بېلابېلو کريکټرونو لخوا عملي شوه؟ ايا رامنځته شوی حالت تراژیدي وګڼو او که يې د اړتیاو په کټګورۍ کې راوړو؟

پر افغان مظلوم ولس او محکوم هېواد باندي نه خپلو د وژلو او ځپلو صرفه وکړه او نه يې هم پردي په وژلو او ورانولو کې پاتې راغلل. نه د واک مجنونانو ور باندې په ملنډو وهلو زړونه يخ شول او نه هم پرديو د افغان ولس د جونګړو  ورانول بس کړل. امريکا خو هسې له نورو هېوادونو سره د ژمنو ماتولو دوکه کولو په نيمه لار کې د ملګرو پرېښودو او د خپلو ګټو لپاره د خپلو ملګرو د وژلو تور تاريخ لري. راځو خپلو افغانانو ته وايو چې ایا زموږ په سياسي مرګ باندې مړو شويو مشرانو کې به اوس دومره جرئت، شهامت او همت موجود وي چې خپلې تېروتنې و ارزوي يو بل ومني او دغه هېواد د ټولو شريک کور وګڼي یا به د معمول په څېر د یو بل ملامتولو او د يو بل وژلو ته دوام ورکړي؟  دا او نورې ډېرې پوښتنې بې ځوابه او ډېر معلومات پټ پاتې دي!

Back to top button