د امریکا او جنوبي کوریا پوځي چارواکو اعلان کړی چې د شمالي کوریا د پوځي ګواښونو په ځواب کې به په روانه میاشت کې لس ورځنی لوی پوځي منوری وکړي.
د دواړو هېوادونو د پوځونو چارواکو د جمعې په ورځ (د مارچ ۳مه) په یوه خبري غونډه کې د سترو پوځي تمریناتو لپاره خپل پلانونه اعلان کړل.
دغه منوری د «ازادۍ ډال» په نوم یادېږي او د مارچ له ۱۳مې څخه تر ۲۳مې نیټې پورې به دوام وکړي.
د دې پوځي منورو د ترسره کولو هدف د بدلیدونکي امنیتي چاپېریال او د شمالي کوریا د یرغل په وړاندې د متحدینو د ګډ دفاعي دریځ او دفاعي ظرفیتونو پیاوړي کول دي.
په همدې حال کې شمالي کوریا د ګډو منورو ترسره کول د دښمنانه اقدام او د شمالي کوریا د رژیم د بدلولو یوه هڅه بللې ده.
د واشنګټن او سیول تر منځ د پوځي منورو ترسره کېدل په داسې حال کې زیات شوي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې له شمالي کوریا سره د خبرو د اسانه کولو لپاره دغه کړنه درولې وه.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم جنوبي کوریا او امریکا د پیونګ یانګ له لوري د توغندیو د ازموینې په غبرګون کې ورته منوری کړی و.