سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې روسیه خپل هغه سرتېري چې له اوامرو سرغړونه وکړي یا په شا شي، اعداموي.
د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې ورځ، د اکټوبر په ۲۶مه ویلي چې د امریکا د ملي امنیت چارواکي په دې باور دي چې دا مساله له اوکراین سره د جګړې وروسته د روسیې د رواني ستونزو ښکارندويي کوي.
کربي خبریالانو ته وویل:«دا تریخ دی چې فکر به کوئ، څو خپل سرتیري اعدام کړئ؛ ځکه چې هغوی نه غوښتل اوامر ومني او ټولو واحدونو ته د اعدامولو ګواښ وحشیانه کړنه ده.»
کربي دې ته اشاره کړې چې دا د روسیې د پوځي مشرانو د کمزورتیا نښه ده، او دوی پوهیږي چې دوی دې مسألې سره له نظامي اړخه څومره ناوړه چلند کړی.
خو هغه په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې څومره روسي پوځیان د امر نه د نه منلو له امله اعدام شوي او یا د مرګ ګواښل شوي دي.
دا معلومات په داسې حال کې د سپینې مانۍ له لوري خپاره شوي چې د بایډن اداره پلان لري چې د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ کانګرېس فشار راوړي ترڅو اوکراین ته د 106 ملیارډه ډالرو مرستې کڅوړه تصویب کړي.
کربي زیاته کړې: «ولسمشر پوتین به د ټول اوکراین د نیولو لپاره له خپلو ارمانونو لاس وانخلي او تر هغه چې روسیه خپل وحشیانه برید ته دوام ورکړي، موږ باید د اوکراین د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړو او له ځانه دفاع وکړو، ځکه چې د هغه نیت روښانه دی.»
تر دې مخکې روسیې او د شمالي کوریا په ګډون د هغې ځینو متحدینو له اوکراین سره د امریکا نغدي او وسلې مرستې بې ګټې بللې او ټینګار یې کړی چې دا مرستې نه یوازې د جګړې ډګر نه بدلوي، بلکې جګړه اوږدوي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیله څه باندې شل میاشتې تېرې شوې او اوس هم د دغه هېواد په ختیځ کې جګړه ګرمه ده او دواړه لوري د یو بل پر ښارونو هوايي او ډرون بریدونه کوي.