د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو دوه مياشتو کې دغه ولایت کې د سوالګرو شمېر چې زیاته برخه یې ښځې دي، ډېر شوی او د ښار په هره سیمه کې دوی لیدل کېږي.
د کندهار ښار يوه اوسېدونکي احمدظاهر ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې په دغه ولايت کې د نورو کلونو په پرتله د سوالګرو شمېر څو برابره زيات شوی دی.
دی وايي چې په ښار کې د سوالګرو د زیاتېدو لامل د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت، د کار نشتوالی، په ښار کې د لومړنيو خوراکي توکو لوړ قيمتونه او د طالبانو له خوا د لوړو مالياتو اخيستل دي.
هغه زیاتوي چې د يادو سوالګرو له ډلې څخه ډېر شمېر يې ښځې او ماشومان دي چې اکثره وخت د سړکونو پر سر ولاړ وي.
هغه ۸صبح ته وويل: «کندهار اوس سم دم د سوالګرو پر مرکز بدل شوی دی، د پخوا په پرتله سوالګر بيخي زيات شوي دي، د سړکونو پر سر ولاړ وي، په تم ځايونو کې پر پیاده لارو هره ځای چې وګورئ سوالګر ولاړ وي، تر عامو خلکو د سوالګرو شمېر زیات دی.»
په افغانستان کې د تېرو درېيو کلونو په ترڅ کې چې د طالبانو د سرغړونو له کبله د نړۍوالي ټولنې له لوري پر دغې ډلې بندیزونه زيات شوي، ورسره جوخت عام خلک هم سخت زيانمن شوي او ورځ تربلي د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتېږي.
د کندهار ښار کې د موبایلو شرکت یو مسوول نظامالدين له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې د سوالګرو شمېر په دوامداره توګه زيات شوی دی چې هره ورځ د ده د مشتريانو په پرتله دوه برابره سوالګر د خیرات په موخه شرکت ته ورځي.
هغه وايي، دا مهال د ښار ټول اوسېدونکي د سوالګرو له حضوره سخت په تنګ شوي او زیاتوي چې څوک دومره وس نه لري څو له دوی سره په ډېره کمه اندازه هم مرسته وکړي.
دی وايي: «که زه د هرې ورځې حساب درکړمه ۲۵ کسان شرکت ته مشتريان راځي او۵۰ کسان سوالګر، اوس د سوالګرو شمېر بيخي زيات شوی، کله چې موږ يو شی ورنه کړو نو جنجال او جنګ کوي.»
په کندهار ولایت کې د ۸صبح خبریال له یو شمېر سوالګرو کورنیو سره هم خبرې کړي، هغوی وايي که سوال ونه کړي ان د یوې شپې تېرولو لپاره څه نه لري.
سوالګرې کورنۍ وايي چې د بېوزلۍ او لوږې له کبله يې په ښار کې خیرات ټولولو ته مخه کړې او که وضعيت يې سم شي له دې کار به لاس اخلي.
۳۳ کلنه امينه چې له تېر يوه کال راپدېخوا په ښار کې خیرات ټولوي وايي، د همدې سوال او خیرات پیسو له لارې د خپل معیوب ورور او کورنۍ پالنه کوي او که وضعیت یې سم وای، هېڅکله به یې سوال نه وای کړی.
دا ميرمن چې د سړک پر سر د خیرات ترلاسه کولو په موخه ناسته ده ۸صبح ته يې وويل چې يو کال وړاندې يې په پښو معيوب ورور کندهار کې د ښځو د پېر او پلور يو مارکيټ کې کراچۍ چلوله؛ خو په وينا يې، طالبانو پر یاد مارکيټ بنديز ولګاوه او د معيوب ورور د اوزګارتیا له وجې یې خپله خیرات ټولولو ته مخه کړه.
دا مېرمن وايي چې هره ورځ د خیرات د ترلاسه کولو له لارې دومره څه پيدا کوي چې ماسخوتن يې د کورنۍ له نورو غړو سره په ګډه وخوري.
هغې وويل: «يو معيوب ورور او څلور اولادونه مې دي، د دوی ټولو ساتنه زه خپله کومه، په کور کې مو هېڅ شی نشته، پخوا مې ورور د ښځو په مارکيټ کې کار کاوه؛ خو هغه هم طالبانو پرې بند کړ، زه مجبوره یم چې خیرات راټول کړم.»
ورته مهال، په کندهار کې يو شمېر نور سوالګر هم له ورته ستونزو شکايت کوي او وايي چې د کار روزګار د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له کبله دوی اړ شوي چې خیرات ټولولو ته مخه کړي.
د دې سوالګرو له ډلي يو بل هم ۲۷ کلن ځوان سيدمحمد وايي چې د کورنۍ مجبوريتونو اړ کړی چې خیرات وغواړي.
دی وايي چې دوه مياشتي مخکي يې ورځ مزدوري کوله؛ خو زیاتوي چې په اوونۍ کې به ورته يوه او يا هم دوه ورځې کار پیدا کېده او د هغه ژوند له همدې لارې چلېده.
هغه وايي چې که کار روزګار ورته پیدا شي، چمتو دی چې له دې کار څخه لاس واخلي ځکه په وینا یې ځوان دی او خپله هم پر دې کار شرمېږي.
دی وړاندې وايي:«دوه مياشتې کېږي چې خیرات ټولوم، همدا نن چې هم کار راته پیدا شي نو هېڅکله دا کار نه کوم، ځوان یم او خپله هم پر دې کار د شرم احساس کوم؛ خو مجیور یم چې وړو ماشومانو ته د یوې مړۍ پیدا کولو لپاره نورو ته د سوال لاس ونیسم.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه طالبانو د هېواد پلازمینې کابل په ګډون بېلابېلو برخو کې د سوالګرو د راټولولو یو کمپاین پیل کړ او د همدې لپاره یې یو ځانګړی کمیسیون هم جوړ کړی و؛ خو د سوالګرو د کمېدو په برخه کې د یادې ډلې کمېسیون او کمپاین هېڅ مثبته پایله نه لرله.
د طالبانو له یادې پروسې سوالګر شکايت کوي چې دا د دغې ډلې یوه نمايشي پروسه او په وينا يې، له دوی سره هېڅ مرسته نه ده شوې. د سوالګرو په خبره، طالبانو تېر کال دوی ته ګواښ کړی و چې که بیاځلې خیرات ټولولو ته مخه کړي، بندیان به شي.