۸صبح، کابل: په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په شیدو ورکولو کې ځنډ ان څو ساعته هم د نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند ګواښي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۱۴مه په اېکس کې لیکلي چې د مور شیدې نوي زېږېدلي ته بشپړ او طبیعي خواړه دي او د نوموړي اړتیاوو ته په کتو بدلون مومي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټينګار کړی چې د مور شیدې د بدن اړتیا وړ اوبه، بشپړ خواړه، د ناروغیو پر وړاندې خوندیتوب او د نوي زېږېدلي ماشوم د سالمې ودې او پرمختګ ملاتړ برابروي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د مور شیدې د نوي زېږېدلي ماشوم ودې ته بدلون ورکوي او د نوموړي د اړتیا وړ خواړه ډاډمنوي.
همدارنګه، د مور یا نوي زېږېدلي ماشوم د ناروغۍ پر مهال، د مور شیدې ځانګړې انټيباډي برابروي چې د ماشوم د معافیتي سیستم له پیاوړتیا سره مرسته کوي او په ګرم موسم کې د نوي زېږېدلي ماشوم د بدن د اوبو اړتیا پوره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له بشردوستانه ناورین سره مخ دی او بېوزلۍ او د خوړو ناامنۍ میلیونونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ کړې دي.





