ولې لیکم؟
لیکوال: وفا سمندر

«روزی در خانقاء نصرالدین وزیر اجلاس عظیم بود. و جمیع علما و شیوخ و عرفا و حکماء و امرا و اعیان حاضر بودند و هر یکی در انواع علوم و فنون و حکم، کلمات میگفتند و بحثهای شگرف میکردند، مگر مولانا شمس الدین، در کنجی بسان گنجی مراقب گشته بود. از ناگاه برخاست و بانگی برایشان زد که:
«تا کی بر زین بی اسب، سوار گشته، در میدان مردان میتازید؟ و تاکی به عصای دیگران بپاروید؟ این سخنان که میگوید از حدیث و تفسیر و حکمت وغیره، سخنان مردم آن زمان است که هر یکی در عهد خود بر مسند مردی نشسته بودند و از حالات خود معانی گفتند، و چون مردان این عهد شمائید اسرار و سخنان شما کو؟»
کاپي له (خط سوم) څخه
ډېری له ځانه پوښتم، ولې لیکم؟
وګړی، تازه څه وېل غواړي.
خو حرکت، غږ، نعره چې له دننه نه وي، په څه ارزي؟
کلام په ژوندۍ شېبه کې کشف او برملا کېږي. نو ښایي زه داسې ځغلم، کنه یو له هغو زړو نقالانو به وم، چې د نصرالدین وزیر د خانقا له مجلسه دغې زمانې ته را کش شوی!
زموږ-فرد- سرنوشت د عشق د نوي نوم کشفول دي.
ځان او یوه یوه ته وایم: ولې دومره سرلیکونه، کتابونه، لیکنې او پرپړې لیکو او چاپوو؟؟؟
شمس د خالصې پوهې، حکمت او عشق رند استاد ؤ، او ځکه یې عامه، موښل شوي، او روزل شوي دودپلوه ذهنونه داسې د خپل ژوندي کلام په تیغ څېرل او تراشل.
ګران محمود سعید راته وختونه شوي، چې مجلې لپاره یې د یوې لیکنې ويلي، خو ښایي دومره چوپتیا به له ځانه ددې پوښتنې له زوره جوړه وه، چې ولې لیکم؟
خدای یو، حقیقت یو، کلام یو، لاره یو، هدف یو…نو ولې زه ځانته، ته ځانته، هغه ځانته؛ لګیا یو؟
ولې ټولې شعري ولولې، په یوه واحد شعر کې نه راټولېږي؟
د حقیقت د بېشکه یوالي په حالت کې، دومره تجسس، دومره پلټل، دومره زیات غږېدل، لیکل او چاپول ولې شوي او ولې کېږي؟
ځکه چې زه هم (یو) یم، ته هم (یو) یې، هغه هم (یو) دی.
حقیقت د ټولو دی او د یوه یوه هم دی.
یو یو به حقیقت ویني، حقیقت به اوري، حقیقت به تجربه کوي او له حقیقته به ډکېږي.
داسې مهال وګړی، د حقیقت د دریاب، ژوندی، تازه او حاضر جام دی او څښل یې د جنت هوا زړه او دروني حواسو ته راپرېښوول دي.
دا ټول هغه څه دي، چې موږ هر یو یې همدغه شېبه په ژوندۍ، تازه او حاضره تجربه لګیا یو.
کمال بل ګام دی
لږ به خپلو خاطرو ته ولاړ شم. زما د لیکنې په کار کې غټ ګام «بنیادمان» ناول ؤ. دغه ناول ما له نن نه پوره پنځه دېرش کاله دمخه (۱۳۶۸کال) ولیکه. زما ګومان دا ؤ، چې دا به خامخا د نوبل جایزه راوړي!
کال دوه وروسته بیا ورته ولګېدم، او له بنیادمان څخه مې د هغه تېر خوند ورک کړ او نوي عطر مې ور واچول. داسې کال دوه وروسته، بنیادمان زما د زړه تر تازه غږونو لاندې، له زړې پانګې تشېده او نوې کلمه داره روپۍ په کې راټولېدې، تر هغو چې په ۱۳۸۰ کال له چاپه راووت.
ورشئ «بنیادمان» ولټوئ، او له نومه او د کیسې د حرکت له اوجونو او لوېدنو پرته، د ۱۳۶۸ کال بله نښه په کې پیدا کړئ؟
داسې «زرګره او زرلاسی کوډګر»، ورپسې «په کور یو لیونی» او دا یو کتار نور کتابونه داسې را شنه شوي، بیا بیا خېشاوه او شاخهبري شوي، مړه ګلان ترې لېرې شوي، تازه په کې را وتلي او دغه «ګېډۍ» ترې جوړې شوي، خو زه لا بهېږم. ځکه وایي «کمال بل ګام دی.»
کلمه مسافره ده، په هېڅ شعر، ټپه، لنډۍ، مثنوي، حماسه او ویرنۍ کې ساه نشي اخستی او د ټولې هستۍ په منځ کې ځغلي، «مینه، پوهه، آزادي» تدریسوي. او د شعر او هنر په تابلو کې د ګل او بلبل، لیلا او مجنون تازه ساه، د کلمې تازه عکسونه او انځورونه په ډاګه کوي.
فردیت بې مرګه دی
«هر وګړی د تخلیق یوه استثنی ده.» په رښتیا چې هر یو، یوه خدایي استثنی ده.
وګړی فردي جهان دی.
دغه جهان د کبیر جهان یوه خلاصه او مختصره هېنداره ده.
نو هغه څه چې«هېڅمهال نه ورکېږي، او له منځه نه ځي، فردیت دی.»
دا تنوع زما د فکري- اروایي موندنې په انحصار کې نه ده. انسان ټول سفر په دې ډول کړی دی. مذهبونه، باورونه، مکتبونه، طریقې، عرفاني موندنې، د الهي پېژندنې راز راز کلاسیکې او مودرنې هڅې دا ښیي، چې انسان د ځان په کشف لګیا دی.
انسان په پنځ او تحقیق سره خپل ورک سرنوشت کشفوي.
«روح د اګاهۍ واحد دی.» « معنوي یا رښتنی بلوغ هغه مهال پېلېږي، چې پوه شو، خپله د خپل ژوند پېښې رامنځته کو.»
انسان ډېری خپلې انساني اګاهۍ او پوهې اسیر کړی.
د فرد وجود (روح) ډېری په دې فکر سره، چې ذهن خدای دی، اسیرېږي. د انساني پوهې، حافظې، برداشتونو، باورنو، عادتونو په لومو کې نښتی وګړی، په اصل کې خپل ذهن د خدایګوټي په دریځ منلی، خو نورو ته یې تورې را اېستلي، چې «زه په خوښه یا زور تاسو د حقیقت کلي ته رسوم!»
د انساني ذهن له لیدلوري ژوند د بدرنګۍ، خشونت، پلیدۍ او د تنازع بقا لپاره دایمي جګړه ده.
په تالیف شویو پوهو مجهز ذهن زوړ پرسته، او په مړه زمان میېن دی. ذهن ډارن دی.
ذهني انسان هم له مرګه وېرېږي او هم له ژونده. انساني ذهن ته مرګ تړلې دروازه ده او نور نه پوهېږي، ځکه ډارېږي. مرګ د ذهن پای دی، ځکه انسان له مرګه، په مرګ وېرېږي.
د حقیقت یو لاروی فیل موري د (In the company of Eck)، په کتاب کې، د دروني تجربو له لارې، د فلسفې پلار سقراط ګوري او هغه ورته وایي: « له مرګه وېره له ژونده وېره. دواړه د انجماد او نه ژوندکولو سبب ګرځي.
«انسان ډاریږي، نه چې د جسم له لاسه ورکول، د ژوند پای وي! یعني نور به ژوند، تفریح او عشق نه وي! او له ژونده وېرېدونکي، ددې وېره لري، چې تصمیمونه یې د اسارت سبب نشي!
«د اګاهۍ په تحول سره، زړه اګاهي مري. ویره هغه وخت پېدا کېږي، چې (زه) د اګاهۍ زوړ وضعیت تر اوسني غوره وبولي.»
ذهن نه فکر خلقولای شي، او نه د رهبرۍ وړتیا لري. غوره ذهن متعادل ذهن دی، که روح رهبر او ذهن رعیت وي، نو بدن په تعادل کې دی. بیا نو سوله ده، آزادي ده او جهان په تعادل کې ناڅي او هرڅه الهي ذکر په خوله لري.
خو رښینې داده، چې «روح د اګاهۍ واحد دی»
لیکنه همدلته را لنډوم؛ خو بې مینې نه کېږي.
مینه زموږ د ژوند حاضره پېښه ده. او که زما در ته ښه نه ایسي نو خدای وکړي په دې مو زړه اوبه وڅښي:
«عشق د ژوندي نړۍ لید زړه دی.»
«عشق هرڅه ساده کوي.»
«دا مهمه زمانه ده، اوس مهم مکان دی، تاسو دلته یاست، تاسو هلته یاست، تاسو همدا شېبه د خدای د عشق په مرکز کې یاست.»
او «هرڅه د عشق پر محور را څرخي.»
ځان سره، ځان په لور ښایسته سفر ولرئ.
برکت مو نصیب شه.