هغه خاوره چې نن د افغانستان په نوم یادیږي، له تناقضاتو او ترینګلتیاوو ډک تاریخ لري. په دې تاریخ کې بې شمېره پېښې، واقعې او حادثې شوې چې د تاریخ له مخې د ټولو فاعل یې نارینه و. د افغانستان په نامه د جغرافيايي جوړښت په رامنځته کېدو سره، دغه پېښې د نارینه وو په پرېکړو، تورې وهلو، لښکر کشیو، ظلمونو او مهربانیو سره رامنځته شوې دي. د افغانستان تاریخ ته له تبعیضه د پرته او پر کره کتنې د ولاړ لید لوري پربنسټ، دا ادعا کیدای شي چې په دې تاریخ کې تل نارینه میدان ته راوتلي دي او که ظلم او تبعیض شوی او یا د سرونو څلي جوړ شوي دي، نو ټول د نارینه وو په مټ شوي دي. دا نارینه وو چې په تاریخ کې یې رول لوبولی دی. دا نارینه وو چې د جګړو ډګرونو ته تللي، د ایډیالوژیو په جګړه کې یې خلک وژلي، هیوادوال یې په خپلو او پردیو وېشلي او تور یې سپین او سپین یې تور لیدلی دی. همدا اوس د پېښو تاریخ او شالید چورلټ نارینه او پر نارینه ایډیولوژۍ په تمرکز سره د ښځو ضد دی. که له تور لګولو او عقدې پرته د تاریخ پاڼې واړوو، وبه ګورو چې سړیو د ظلم او تعصب د تندې د ماتولو لپاره بڼوڼه سوځولي، ځمکې یې سوځولي، ځانمرګی یې کړی او کله چې د پرمختګ او سوکالۍ خبرې شوې، هم لوبغاړي یې نارینه وو. په بله وینا، په تاریخ کې د ښو او بدو لامل نارینه دي. دلته ښځې ته د رول لوبولو اجازه نه ده ورکړل شوې، له همدې امله د افغانستان تاریخ نارینه تاریخ بلل کیږي. نارینه د دې تاریخ په مثبت او منفي دواړو اړخونو کې تر ټولو لوی لوبغاړی دی. ټول معاصر تاریخ د دې ښودنه کوي، چې کوم نارینه واک ته رسیدلی، څنګه وژل شوی یا تښتېدلی دی. لږ تر لږه د تېرو پنځوسو کلونو تاریخ د دې ادعا شاهد دی چې یو سړی تړون کوي او ماتوي، یو سړی تاریخي سند لاسلیکوي، یو سړی خاوره پلوري، یو سړی تښتي، یو سړی اتل کیږي، یو سړی غلا کوي، یو سړی په دار ځړول کیږي او دې ته ورته نورې ډېرې خبرې شته چې د دې ښودنه کوي چې د افغانستان د معاصر تاریخ جوړونکي او لوبغاړي نارینه وو او ښځې د تاریخ په غالب روایت او ان سمبولیکه بڼه کې هم د تاریخ اتلانې او قاتلې نه وې. واقعیت دا دی چې افغانې ښځې په تېر تاریخ کې بهرنی وجود نه دی لرلی، که یې بهرنی وجود لرلی هم دی، پټ، مرموز او نارینه ځپلی دی او نارینه سیاست ښځه د دویمې درجې انسان او د حق او نظر له لرلو پرته موجود په توګه غوښتې ده.
د طالبانو د رژیم د لومړۍ واکمنۍ له ړنګیدو او د جمهوري نظام له رامنځته کیدو وروسته، ښځو په بیلابیلو برخو کې فعاله ونډه واخیسته، خو بیا هم د واک او سیاست له لویو لوبو، تصمیم نیونو او مهمو پرېکړو نه بې برخې پاتې شوې او تر ډېره یې د سلاکارې او مامورې په رول کې دندې ترسره کړې. دا چې نظام د قانون پر بنسټ جوړ شوی و او قانون د ښځو ملاتړی و، نو ویې کړای شول چې د زده کړو او تجربو لوړو پوړیو ته ورسېږي او په بېلابېلو برخو کې خپل حضور ثابت کړي. بل خوا، ښځې او نجونې چې کلونه کلونه د زده کړې او پوهې له نعمته بې برخې وې، په خورا ډېرې لېوالتیا سره پوهنتونونو ته ولاړې. دې چارې د ښځو پوهه، وېښتیا اوپوهاوی زیات کړ او د دې لامل شوه چې د طالبانو په راتګ سره ښځې په زړورتیا او مېړانې سره د اعتراض او درېدو بېرغ پورته کړي، پر واټونو د اعتراضونو شور او ځوږ جوړ کړي، د طالبانو د قهرجنو او ځانمرګو ته چمتو جنګیالیو د سترګو پر وړاندې د ښځې د حق او ازادۍ خبره کړي او د ټولو چوپ کړای شویو د چیغو ستونی شي. د همدې قربانۍ، مېړانې او برابرۍ غوښتنې په برکت د اعتراض، شعور او ويښتیا ډېوه له اتلسو میاشتو وروسته لاهم بله او روښانه پاتې ده. نو ویلای شو چې د افغانستان د تاریخ په هیڅ پړاو کې ښځې په دې کچې د تورتم ، جبر او تبعیض پر وړاندې نه دي دریدلي. هغوی د طالبانو له خوا د مرګ، زندان او زولانه کېدو وېره او توهین او سپکاوي په ځان ومانه خو په شا نه شوې، د ټولنې د وېښتیا او د بنسټپالنې پر وړاندې یې دبیزارۍ او کرکې روایت رامنځته کړ او تاریخ یې د نارینه د تسلسل له حالته و اېست. ښځې نن ورځ له حذف، کورکېناستو او بیلابیلو ګواښونو سره له مخ کېدو سره سره، د تاریخ له څنډو نه متن ته راغلې دي. که ښځې د طالبانو د رژیم پر وړاندې دریدلې نه وای، قربانۍ یې نه وای ورکړې او د خپلو ازادي غوښتونکو اعتراضونو د تحرک او بیدارۍ پر لور یې ګام نه وای پورته کړی، نن به وضعیت یقینا بل ډول و. سره له دې چې نن ورځ ښځې د ژوند له عمومي ډګره اېستل شوې، خو له طالبانو سره د ټولو نړیوالو خبرو او غونډو تمرکز پردوی دی. دا د ښځو وېښتیا او له طالبانو نه کرکه ده چې د دې ډلې د واکمنۍ ژوند لنډوي، که څه هم لاره اوږده او راتلونکی ناڅرګنده دی، خو هر هغه څه چې په دې برخه کې پیښیږي او بدلون او تحول راولي، ښځې به یې د حساب وړ عامل وي. له طالبانو وروسته تاریخ به داسې تاریخ وي چې یوازې نارینه به یې لوبغاړي نه وي، بلکې د ښځو مبارزې به پکې په زرینو کرښو لیکل کیږي. ښځې نن ورځ د آزادۍ لپاره د محرکې قوې او د ځواک د تولید یوه برخه دي.