د شاه او عروس بند چارې په چټکۍ سره روانې دي چې تر اوسه پورې یې ۹۸ سلنه چارې پر مخ تللي دي.
دغه بند د موسمي سېلابونو د مهارولو، اوبو لګولو، برېښنا تولید او د کابل ښار اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې جوړېږي.
د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره وايي، دغه بند چې څه کم ۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړيږي چې، د افغان دولت له ملي بودیجې ورکول کېږي.