د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د بودیجې کمښت دا بنسټ اړ کړی چې په غزه کې خپلې خوراکي مرستې په پراخه کچه راکمې کړي چې له امله به یې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان له میاشتنیو خوراکي مرستو بېبرخې شي.
دغه بنسټ دوشنبه د اکتوبر پر ۱۹مه په یوه راپور کې ویلي چې د میاشتنیو خوراکي مرستو د ترلاسهکوونکو شمېر له ۱.۶ میلیونو څخه ۱.۱ میلیونو کسانو ته راکموي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې دوه پر درېیمه برخه اوسېدونکي د کافي خوړو د ترلاسه کولو له ستونزې سره مخ دي.
د راپور پر بنسټ، هغو کسانو ته چې د خوړو د پخولو امکانات نه لري، د ګرمو خوړو د ورځنیو ژمنو شمېر له ۲۵۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته راکم شوی دی.
د غزې په لرې پرتو سیمو کې ځینې کورنۍ اوس یوازې یوه ورځ وروسته ګرمه ډوډۍ ترلاسه کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې شاوخوا ۱.۴ میلیونه کسان چې د غزې د ټول نفوس دوه پر درېیمه برخه جوړوي، د خوړو د نهخوندیتوب له کړکېچن حالت یا له بدو شرایطو سره مخ دي چې له دې ډلې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان په بېړني وضعیت کې دي.





