۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکي ژمي کې له اړمنو افغانانو سره د مرستو خبر ورکړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام سه شنبې د لړم په ۲۴مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې وروستیو کې یې د بدخشان ولایت په لیرې پرتو سیمو کې له دوه زره کورنیو سره د پينځو میاشتو خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې هوډ لري د ژمي له رارسېدو مخکې د افغانستان اړمنو ته مرستې ورسوي.
د ملګروملتونو سازمان اړوند دغه بنسټ همداراز ویلي چې په پام کې لري په راتلونکي ژمي کې هره میاشت له ۱۵ میلیونه وګړو ملاتړ وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې په هره میاشت کې له ۱۵میلیونه وګړو سره د مرستې خبر ورکوي چې د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو برخې په هېواد کې د سخت ژمي د راتلو خبره کوي.