۸صبح، تخار: په تخار ولایت کې ځایي سرچینې په دې ولایت کې د طالبانو د زندان اړوندو موټرو د چاودنې خبر ورکوي.
دا چاودنه د چهارشنبې سهار مهال د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند محکمې ته مخامخ د ګدام په نوم واټ کې شوې ده.
سرچینې وایي چې په دغه چاودنه کې د طالبانو یو رنجر موتر په بشپړ ډول له منځه تللی او د تخار د بندیانو یو کاستر ډوله موټر تر یوه بریده تخریب شوی دی.
د ځایي سرچینو په وینا، دا چاودنه د اېښودل شوي مین له امله رامنځته شوې ده.
په تخار کې طالبانو دا چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.
تراوسه ددې چاودنې مسوولیت کوم کس یا ډلې نه دی منلی.
تخار د هېواد په شمال ختیځ کې پروت ولایت دی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پکې چاودنې او د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښتې پکې شوې دي.