۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د باران او واورو په ګډون د نورو سختو اقلیمي شرایطو سربېره یې هم په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له شاوخوا ۷.۱ میلیون اړمنو کسانو سره نقدي او غیرنقدي مرستې کړې دي.
دغه بنسټ پنجشنبه د وري پر ۲مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په فبرورۍ میاشت کې یې په ټول هېواد کې پر اړمنو وګړو نږدې ۳۱ زره ټنه خوراکي توکي او ۱۷.۱ میلیون ډالر وېشلي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د خبرپاڼې په حواله، په فبرورۍ کې د هېواد په ډېرو سیمو کې واروې وورېدې او دا د دې سیمو د کورنیو او څارویو لپاره یو ګواښ ګڼل کېده.
پر دې سربېره، ډېری سړکونه او لویې لارې هم تړلې وې او له همدې کبله د دغه بنسټ د کاروانونو په تګ کې یې خنډ پېښ کړی و.
د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، د روان کال له مارچ څخه تر اګست پورې د خپلو مرستندویه پروګرامونو د پلي کولو لپاره ۶۵۷ میلیون ډالره بودیجې ته اړتیا لري.
د خپرو شویو شمېرو په حواله، په روان زېږدیز کال کې نږدې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.