۸صبح، کابل: له پولیو پاک افغانستان بنسټ د پولیو پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ شنبه د لړم پر ۲مه، په یوه پیغام کې له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ ویلي، هر ماشوم حق لري چې پر پولیو د اخته کېدو له ګواښ پرته لوی شي او کورنۍ کولای شي د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره له دې ناروغۍ د پاک راتلونکي په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
د پولیو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ هر کال د اکټوبر پر ۲۴مه د عامه پوهاوي د لوړولو او د واکسیناسیون د کمپاینونو د پیاوړتیا په موخه نمانځل کېږي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پولیو لا هم په کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې په یوه راپور کې په افغانستان کې د پولیو پر ویروس د اخته کېدو د شپږو نویو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی و.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی.



