د اوبــــو نـــړۍوالــــه ورځ

لیکوال: انجینر محمد ربي اماج

د مارچ دوه ویشتمه نېټه د اوبو د نړۍوالې ورځې په نامه نومول شوې ده چې د ملګرو ملتونو له خوا په نیویارک ښار کې د دوی په اداره کی لمانځل کېږي او د همدې کنفرانس په ترځ کې په نړۍواله کچه د اوبو اړوندې ستونزې په ګوته او څېړل کېږي او د دې تر څنګ د ضرورت پر بنسټ نوې ستراتیژي او پالیسي د پلي کېدو په پار معرفی کېږي. له لسیزو راهیسې د اوبو مسله د نړۍ په دوامداره پرمختیایي موخو کې شامل کړل شوې ده. په همدې ترتیب سره د اوسنۍ نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هېوادونو تر منځ وخت ناوخت د اوبو اړوند ستونزې راولاړېږي چې ډېره غوره بېلګه یې د اسراییلو له خوا د سوریې د ګولان د غونډیو نیول او په خپله خاوره پورې ضمیمه کول دي، همدا راز د هند او پاکستان او بیا د افغانستان او ګاونډیو تر منځ د اوبو اړوند لانجې او ستونزې زمونږ ټولو په مخ کې پرتې دي چې له دغو پورته بېلګو څخه د اوبو ارزښت له ورایه څرګندېږي. دلته دا سوال راولاړېږي چی اوبه څه شی دي؟

د تخنیکي او ساینسي ځوابونو ورهاخوا اوبه هغه ماده او نعمت دی چې بې له هغو ژوند د ځمکې پر مخ نا ممکن دی! په کايناتو کې د ټولو پراخه څېړنو سره تر اوسه د کايناتو فزیکپوهان (استرو فیزیست) په دې نه دي توانېدلي چې د لمریز نظام او تر هغې ورهاخوا نورو ستورو کی د مایع اوبو څرک ولګوي!. کومې څېړنې چې په مریخ (د ځمکې څخه ۳۲۰ میلیونه کیلومتره لیرې) او د ځمکې پر سپوږمۍ (د ځمکې نه ۳۸۴۰۰۰ کیلومتره لیرې) باندې تر سره شوې دي دلته د مایع او روانو اوبو څرک نه دي لګېدلی. بنا پر دې تر اوسه پورې زموږ کور (ځمکه) یوازینۍ سیاره ده چې روانې او مایع اوبه لري او ژوند هم دلته وجود لري. د ساینسي څېړنو پر بنسټ د ژوند اصلي عنصر (عضوي ماده) یانې امینو اسید او البومین هم په اوبو کې جوړ شوي دي.

په همدې توګه د ځمکې د مخ (۵۱۰.۱  میلیونه کیلومتر مربع) مساحت څخه یې ۳۶۱.۲ میلیون کیلومتر مربع (۷۱٪) مساحت اوبو او پاتې ۱۴۸.۹ میلیون کیلومتر مربع (۲۹٪) وچه ده.

دلته يوه بله په زړه پورې خبره دغه هم ده چې په قران شریف کې د وچې یادونه ۱۳ ځله ۲۹٪ او د اوبو یادونه یا ذکر ۳۲ ځله ۷۱٪ راغلی دی چې دلته ساینس او قران شریف ډېره ورته سلنه وړاندې کوي دغه بیا د قران شریف د ستاتیستکي ارزونو پایله ده.

دلته د دغې خبرې یادونه اړینه برېښي چې د نړۍ اوبه دوه رنګه دي: خوږې اوبه او د سمندرونو اوبه چې ډېرې زیاتې مالګینې او ترخې دي چې د خوراک، څښاک او کرهنې وړ نه دي. او همدا ترخې یا مالګینې اوبه د ځمکې د کرې ۹۷٪ جوړوي، خوږې اوبه یوازې د ځمکې د کرې ۳٪ تشکیلوي.

د پورته جدول تشریح دا رنګه ده: کیڼ اړخ ته زرغون مکعب د ځمکې پر مخ ټولې موجودې اوبه (۹۷٪ سلنه یې مالګینې او یوازی ۳٪ سلنه یی خوږې اوبه دي) ښيي، دوهم نخودي او نصواري رنګه مکعب د خوږو اوبو تشریح چی ځمکې د کری د ټولو اوبو یوازی ۳٪ سلنه جوړوي او د همدی ۳٪ اوبو ۶۸.۷٪ په یخچالونو او د غرونو په یخ شوې واورې کې دي او ۳۰.۱٪ یې تر ځمکې لاندې اوبه او ۰.۹٪ یې نورې اوبه دي،  او بیا د دغه ۰.۹٪ سطحې اوبو ۸۷٪ په جهیلونو کې ،۱۱٪ یې په جبه زار کی او ۲٪ یې په سیندونو کی بهېږي.

د اوبو هایدروجیولوجیکی ځانګړنې

۱- د اوبو دوران: دا هغه لړۍ ده چی اوبه د سمندر له سطحی څخه د بخار په بڼه پورته کېږي او د هوا د جریان په وسیله په وچه باندې د باران، واورې، ږلۍ او پرخې په بڼه را لوېږي او د ځمکې په سطح باندې د یخچالونو، واورې او روانو اوبو په توګه ظاهرېږی چې خوږې اوبه معمولا د همدې سیکل یا د اوبو د همدې دوران په نتیجه کې منځته راځي.

۲- د ځمکې سطحي یا روانې اوبه: دا هغه اوبه دي چې د ځمکې پر مخ ولاړې یا هم روانې وي لکه سیندونه او جهیلونه.

۳- تر ځمکې لاندې اوبه: د خوږو اوبو مهمه سرچینه همدا اوبه دي چې د ځمکې د رسوبي پوړ (طبقی) په خالیګاوو کې ځای پر ځای شوې دي او د ځمکې د سطحي اوبو څخه تغذیه کېږي. د نوموړیو اوبو ژوروالی بیا د ځمکې له سطحې څخه شروع  او تر ۹۰۰۰ مترو ژوروالي پورې رسېږي (سرچینه د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره (USGS) او د رسوبي طبقې په پریړوالي (ضخامت) پورې اړه لري.

۴- تر سیندونو لاندې روانې اوبه: دا اوبه هم د ځمکې لاندې اوبو یو بل ډول دی د سیندونو د مسير په اوږدو کې تر سیند لاندې نورې اوبه هم روانې وي.

۵- یو بل رقم اوبه هم شتون لري چې د ځمکی د جیولوژیکي جوړښت په مهال د لیتوسفیر طبقې په منځ کی د عدسیو په بڼه ایسارې شوې دي او د ځمکې د سطحې اوبو سره هېڅ مخامخ اړیکه نه لري، دغه رنګه اوبه د تکنالوژي په مرسته (جیوفزیکي څېړنې، د سټلایټ یا سپوږمکیو هوایي عکسونه) په وسیله تشخیص او بیا د برمه کارۍ په وسیله را ایستل کېږي.

په هېواد کې د اوبو ستونزې او اغېز یې

د څو پر له پسې طبيعي وچکالۍ (تکراري النینو)، د خلکو له خوا د بې درېغه اوبو استعمال او په دې ډګر کې د لمریزې انرژۍ کارول، نړۍواله تودوخه او په هېواد کې قانون نه پلي کېدل د وچکالۍ کچه د نه راګرځېدونکي ناورین حالت ته رسولې ده. چې اوس یې اغېز ډېر څرګند دی. او هغه په دې ډول: د اورښت په کچه کې غير طبيعي بدلون لکه د سړو سیمو په ژمي کې د باران اورېدل، د ډېرو خطرناکو سېلابونو راوتل، د ځمکې د کرهنیز پوښ وچوالی، د کرهنې او څاروي پاللو محصولاتو کمېدل، په ځمکه کې د درزونو او چاودو را ښکاره کېدل او په ښاري سیمو کې د خامو او نیمه پخو ودانیو په دېوالونو کی چاکونه راتلل… او نور.

د دې پورته پېښو میخانیکیت

  • د اوبو د جیولوژي (هایدروجیولوژي) د اصولو په بنسټ تر ځمکې لاندې اوبه د رسوبي طبقو په سوریو (خالیګا/ مسامونو pores) کې ځای پر ځای وي او بیا په همدې سوریو کې د ځمکې د جاذبې قوې تر اغېز لاندې حرکت هم کوي. د همدې اوبو تغذیه بیا د هوایي ترسوباتو (واوره، باران، ږلۍ او پرخې) په بڼه چې د ځمکې پر مخ را اوري او بیا یې یوه برخه په ځمکه کې جذب او پورته ذکر شوې رسوبي پوړ یا طبقې خالیګا یا مسامونه بېرته ډکوي.
  • د همدې هوایي ترسوباتو بله برخه د ځمکې پر مخ بهېږي او سیندونه، جهیلونه او جبه زارۍ جوړوي چې د همدې اوبو یوه برخه بېرته په هوا کې بخار کېږي.

د اوبو جذب په ځمکه کې د لاندی لاملونه سره مخامخ اړیکه لري.

الف: د ځمکې پر سطحه د اوبو حرکت: هر څومره چې د اوبو حرکت ګړندی وي په هماغه اندازه یې په ځمکه کې جذب کمېږي، او که چېرې یې حرکت ورو وي نو بیا یې جذب ډېر وي او په هماغه سیمه کې د ځمکې د مخ لندبل ډېر وي.

ب: که چېرې د ځمکې پر مخ خاوره ډېره وي په هماغه کچه د اوبو جذب ډېر وي او که د ځمکې سطحه ډبرینه وي نو د اوبو حرکت ګړندی او جذب یې ډېر کم وي.

پ: که چېرې د ځمکې په مخ نباتي پوښ یا هم ځنګل وي هلته بیا د ځمکې پر مخ د اوبو حرکت ورو او جذب یې ډېر وي.

په هېواد کې د وچکالۍ او اوبو د کمښت اغېز په دوو برخو کې ارزول کېدای شي.

 

۱- په ښاري سیمو کې: په ښاري سیمو کې د نفوسو د تراکم په وجه او د اوبو د رسونې منظم سیسټم د نشتوالي په توسن نېږدې ټول د ښار اوسېدونکي د ښار د تر ځمکې لاندې اوبو په زېرمو باندې ګذاره کوي چې په پایله کې یې د تر ځمکې لاندې اوبو په زېرمو باندې بې حده زیات فشار دی، د بېلګې په توګه د کابل ښار د نړۍوال نفوس د ادارې له خوا په ۲۰۲۳م کال کې د نوموړي ښار ابادي ۶،۷۶۰۵۰۰ اټکل شوې ده او همدا خلک بیا په ۱۰۲۳ کیلو متر مربع مساحت باندې مېشت دي چې په منځنۍ توګه په هر کیلومتر مربع ساحه باندې ۶۶۰۸ کسان اوسېږي         https://worldpopulationreview.com/world-cities/kabul-

اوس نو که چېرې په اوسط ډول یو کس د ورځې ۵۰ ليتره اوبه مصرف کړي نو په یوه ورځ کی ۳۳۸۰۲۵۰۰۰ لیتره یا ۳۳۸۰۲۵ متر مکعبه اوبه مصرف کېږي او بیا هم د اټکل له مخې د دې پورته اوبو ممکن ۱۰٪ د بېرون (د اوبو رسونې ښاري شبکه) څخه تهیه او باقي ۹۰٪ د ځمکې لاندې زېرمو څخه را ایستل کېږي. چې په دغو زېرمو باندې ډېر زیات فشار دی، له بلې خوا د همدې کابل ښاریانو بدمرغي دا ده چې د همدې ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د بېرته رغولو یا ډکېدلو هېڅ بدیل نه شته، او هغه په دې خاطر: د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې سرچینې چې همدا د ښار غرونه دي چې بیا د خلکو له خوا قبضه او په کورونو بدل شوي دي کوم چې د هوایي ترسباتو د جذب مخه یې نیولې ده، او له بده مرغه د ژوند د چاپېریال ادارې ناسوبتیا او قانون د نه پلي کېدو له امله د کورونو د مخې شنې پټۍ (معمولا ۳ متره عرض لري) بېخي دود نه دی. او هغه د باران او واورې اوبه د لښتیو له لارې په ډېره چټکتيا له سیمې وځي او هېڅ جذب نه لري، په همدې ترتیب سره د ښار هوارې ځمکې کومې چې هلته د ښار د ځمکې لاندې اوبو زېرمې شتون لري د سړکونو د اسفالت، د کوڅو او لښتیو کانکریټ او د شنې پټۍ نه شتون له کبله دلته هم د اوبو د جذب ضریب ته نېږدې کړی دی.

د یادولو وړ ده چې د کابل ښار د جیولوژیکي جوړښت (سترکچر) له اړخه په درېیو پشقاب رنګه برخو (غربي حوزه د باغ بالا، پغمان، کمپنۍ، دشت برچی، دارالامان، چهلستون تر ګذرګاه پورې) شمالي حوزه (د باغ بالا شمالي لوری بادام باغ، خیر خانه، د شرق په لوري تر حربي پوهنتون پورې) او د لوګر د سیند حوزه تر ارزان قیمت پورې) د دغو درېیو حوزو تر ځمکې لاندې اوبه د ښار د اوسېدونکو تر ۹۰٪ زیاته اړتیا پوره کوي چې تر ډېر سخت فشار لاندې دي.

له بلې خوا همدا د ځمکې لاندې اوبو کچه په ډېره چټکتیا سره لوېږي په ځانګړې توګه د دغو پرلپسې وچکالیو په توسن، د بېلګې په توګه هوایي ‌ډګر ته څېرمه منطقه کې د اوبو خط په کال کی تر لسو مترو زیات لوېدلی دی. له بلې خوا د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو هېڅ تخنیکي سروې وجود نه لري لکه د رسوبي طبقې ضخامت او تخلخل یې.

او په همدې توګه د ښار تر ځمکې لاندې اوبو د چټلۍ ستونزه هېڅ دولت هم تر لاس لاندی نه ده نیولې. د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۸ هجري شمسي کال کی د کابل ښار جیولوژیکي – جیوفزیکي څېړنه یا سروې تر سره شوه چې په پایله کې یې د کابل ښار تکتونیکي جوړښت، د اوبو د چټلۍ اړونده څېړنه (د چټلۍ عمق، نوعیت او سر چینه یې) ، د اوبو د مالګې کچه چې د زنګ وهلو سره اړيکه لري او په اوبو رسولو کې په نظر کې نیول کېږي او د غرونو د ډبرو راډیو اکتیو فعالیت وڅېړل شول او پایلې یې د هماغه وخت د ښاروالۍ سره شریکې شوې.

د هماغه سروې دا یو ټکی د اوس لپاره څېړو: د همدې سروې د موندنې پر بنسټ هغه مهال د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د چټلۍ عمق تر اووه مترو پورې رسیده (یوه درجه یی تودوخه لوړه شوې وه او باکتریالوژیکي او کیمیاوي بدلون په کې راغلی و‌ او سرچینه یې هم د حمامونو او سیپتیک ټانکیو کومې چې سیپتیک شوې نه وې او انساني مدفوعات یې مخامخ په ځمکه کې جذب کېدل په ګوته شوي وي، بیا وروسته په ۲۰۰۶م کال د ډاکار موسسې په مرسته د پلچرخي په سیمه کې بله جیوفزیکي څېړنه تر سره شوه چی په پایله کې یې هلته د اوبو د چټلۍ عمق تر ۲۷ مترو ښوولی وو. او بیا په دې برخه کې اصلا هېڅ کار نه دی شوی. او د دې ناکارۍ بيه بیا د کابل ښاریان د روغتیایي ستونزو (ناروغۍ) په بڼه پرې کوي.

د روغتیا، اوبو او حفظالصحی پوهان په دې اند دي چې  ۷۶ ناروغۍ د اوبو په وسیله انتقالېږي.

لکه اچ پایلوري، د ګېډې ناروغۍ، تور زېړی هیپاټایټ بي، سلمانیلا یا محرقه او داسی  نور. (ایت شریف: ولا تلقو بی ایدیکم الی التهلکه.ص .ژباړه: خپل ځانونه په خپل لاس په هلاکت ګاه کې مه غورځوئ.

دغه نیمګړي مالومات يوازې د کابل تر ښار پورې محدود دي او د هېواد نور ستر او ګڼ مېشتي ښارونه لکه کندهار، هرات، مزار، کندز، جلال اباد او داسې نور ممکن تر کابل هم زیاتې ستونزې ولري مګر څرنګه چې هلته مسلکي او علمي سروې ګانې نه دي تر سره شوې نو د ژوند چاپېریال ته چې هلته انسانانو (ښاریانو) کوم زیان رسولی دی کچه یې نه شي اټکل کېدای. انسان د طبیعت دښمن دی.

۲ – په کلیوالي سیمو کې: افغانستان یو وروسته پاتې او غرنی هېواد دی چې اقتصاد یې تر ډېرې کچې په کرهنه او څاروي پاللو ولاړ دی د تېرو شلو کالو په اوږدو کې په هېواد کې دوو سکتورونو (په ښارونو کې فزیکي پراختیا د تعمیرونو په بڼه او په کلیوالي سیمو تر يوې اندازې کرهنه او په دې برخه کې بیا د لمریزې انرژۍ کارول) یو څه پرمختګ ګڼل کېږي. چې همدغې تکناوژیکي اسانتیاوو بیا دلته د چاپېریال ناورین رامنځته کړی دی.

له بلی خوا افغانستان په وچه کی ایسار او غرنی ملک دی چې د هېواد نېږدې ۸۰٪ سلنه ځمکه غرونو نیولې ده، د غرونو موقعيت یې داسې دی چې لوړه څوکه یې په شمال شرق هندوکش (نوشاخ د سمندر له سطحی۷۴۹۲ متره) او ټیټې سیمې یې په شمال (امو سید د قلعه زال ۴۳۲ متره، غرب، جنوب غرب ۵۰۰ متره او شرق ۶۰۰ متره) دي، د دې مانا دا شوه چې د افغانستان اوبه ډېرې په چټکۍ له جغرافیې بېرون درومي. زیاتره غرونه یی ډبرین او توند ديچې د سیندونو د مسیر یا لارې په اوږدو کې د اوبو جذب ډېر کم وي د يوې اټکلې څېړنې له مخی افغانستان د کال په منځنۍ کچه ۷۵ میلیارد متر مکعب روانې اوبه لري او له هغې جملې څخه یې ۵۷ میلیارد متر مکعب اوبه بې له ګټې اخیستنې له هېواده بېرون وځي.

لکه مخکی چی ویل شوي دي د افغانستان د کلیوالي چاپېریال لپاره دوه خطرونه وجود لري یو یی طبیعی ناورین (د راګرځېدونکې وچکالۍ یا ایل نینو په بڼه او نړۍواله تودوخه) او بل یې انساني یا تخنیکي ناورین دی.

د طبیعي ناورین وړاندوینه او مخنیوی تر اوسه ناممکن ښکاري یوازې د وريځو په لوشلو کې خلاصه کېدای شي.

بل د انسان په لاس جوړ شوی ناورین چې زموږ د بحث موضوع جوړوي دغه نوموړی ناورین موږ داسی ارزولی شو:

د لمریزې انرژۍ بې کچې کارول: دلته د دې خبرې یادون اړین دی چې تر ځمکې لاندې اوبه هېڅ وخت شخصي ملکیت نه شي ګڼل کېدای او ټول پکې مساوي ونډه او حق لري دا په دې دلیل تر ځمکې لاندې اوبه حرکت لري او که چېرې یو څوک په خپله ځمکه کې ژوره څاه وکیندي نو د نورو ګاونډیانو د اوبو حق غصب کوي. او په شاوخوا کې د محلي او مصنوعي وچکالۍ لامل کېږي، دا رنګه د وچکالۍ بڼه د ژور څاه د شاوخوا څخه د قیف په بڼه شروع کېږي او څومره چې په ژور څاه کې د اوبو کچه ښکته درومي هغومره یې د ديبریسیوني قیف شعاع پراخېږي چې په همدې محل کی د وچکالۍ مانا ورکوي. اوس نو که چېرې کوم څوک د ښار څخه د لاندې کلي او بانډې ته لاړ شي او یا خو هم د کابل – کندهار په لویه لار سفر وکړي نو به وویني په هرو ۱۰۰-۲۰۰ مترو کې به د تورو لمریزې برېښنا زیږوونکې تختو ځنګل وویني او یو ډنډ به ورته جوړ وي او ټوله ورځ به اوبه د ځمکې څخه راوځي، دلته هر څوک د خپل مالي توان په اندازه په لمریزې انرژۍ څرخېدونکي واټرپمپونه (د یوه انچ څخه تر ۱۰ انچ پورې) کاروي، اوس نو که اوسط کچه ۵ انچه په نظر کې ونیول شي نو په یوه ساعت کې به ۱۵ متر مکعبه اوبه راوباسي او په لسو ساعتو کی به ۱۵۰ متر مکعبه شي. د مصنوعي وچکالۍ اصلي لامل دغه دی.

مهم یادون: د هایدروجیولوژي د اصولو پر بنسټ کله چې د ځمکې د رسوبي طبقې څخه اوبه راووزي او هلته هغه خالیګاوې چی اوبه پکې وې هغه بیا کمپریس (کیمڼدل) کېږي او دغه بیا بېرته نه رغېږي یانې که چېرې بیا همدې طبقې ته اوبه ورشي په هماغه اندازه اوبه نه شي خوندي کولی یا په بل عبارت د اوبو د خوندي کولو ظرفیت یې کمېږي. دغه خبره په ښاري او هم په کلیوالي چاپېریال یو شان ده. که چېرې څوک د ایران اسلامی جمهوریت د خامو تېلو د سیمو انځورونه وګوري چې هلته ځمکه دومره وچه شوې چې لوی درځونه او ژورې چاودې لري او د باران یا احتمالا واورې د اوبو اغېز د ځمکې پر مخ هېڅ نه ښکاري، علت یې همدا دی چې هلته د خامو تېلو له څاګانو نه خام تېل او ګاز را وباسي او په بدل کې یې په ځمکه کی چې کومه تشه له دې وجې راځي نه ډکوي چې معمولا باید هلته اوبه ور پمپ شي. او د تېلو د پلور نېږدې تر ۲۵٪ پورې بېرته د همدې ځمکې په بیا رغونه (اوبه پمپ کول) باندې مصرف کېږي.

بله غمیزه دغه ده چې ډېرو زیاتو خلکو اوس د سیندونو (تل روان او یا خو موسمي) د تغذيې (catchment) په ساحه یا سرچینو کې ژورې څاګانې وهلې دي. (انسان د چاپېریال دښمن دی.)

درېيم یې دا چې د ابادۍ په زیاتېدو سره په غرونو او دښتو کې شنې ونې او بوټي د انسانانو په وسیله له منخه وړل کېږی او د انسانانو د همدې کړنې تاوان بیا د طبیعت د قهر (خطرناک سېلابونه او د خاوری د ورکېدو) په بڼه راڅرګندېږي.

په دې وروستیو کلونو کې هېواد او سیمه (تېر کال د پاکستان درېيمه حصه خاوره سېلابونو لاندې کړه) د ورانوونکو سېلابونو شاهد وو.

نو څه کول په کار دي؟! دغه ډېر اوږد بحث غواړي خو دلته به ډېر لنډ ولیکو چې:

حکومت لومړی درجه مسولیت لري چې د چاپېریال د ناورین مخه ونیسي، اړوندې ادارې فعالې، اوږد مهاله ستراتیژي، پلان او پالیسي جوړ او پلي کړي. قانون پلي کوونکې ادارې په دی باره وګوماري.

دغه پورته موارد په لاندی اړخونو باندی تمرکز وکړي:

۱- د ژورو څاګانو مخه باید ونیول شي او هر چاته یی اندازه او کچه تعین شي او په دې ساحه کی د خپلسرۍ مخنیوی وشي. او په دې ډګر کې د نورو بریالیو هېوادونو پالیسي تعقیب شي د بېلګې په توګه د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې لاندې اوبه تر ۴۰۰ مترو ژوروالي پورې حکومتی ملکیت ګرځولی دی او په دې کې هېچا ته د مداخلې حق نه ورکوي.

۲- د سیندونو د تغذيې (catchment ) په ساحه کې د خاورې د طبقې د ساتنې په پار د ځنګلونو ایجادول، او په نورو ځایونو د خاورې ساتل د شینیلیو د ساتنې له لاری لکه څړځایونه او طبيعي ځنګلونه.

۳- په غرونو او غونډیو کې د هغو مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو ونو کېنول چې د هغه ځای له چاپېریال سره تطابق ولري.

۴- د کرهنې، باغدارۍ او ځمکو اصلاحات او د داسې تخمونو رواجول چې لږ اوبه وغواړي.

۵- په غرونو او موسمي سیندونو کې د چک ډم (  check dam  ) او ( Reservoir ) جوړول چې د ژمي د واورو او موسمي سېلابونو اوبه ذخیره کوي او د ځمکې لاندې اوبو ذخیرې ژوندۍ کوي.

۶- د ښارونو څخه د اوبو د پاکولو (زموږ په اصطلاح معدني اوبو او نور کار ځایونه چې ډېری اوبه مصرفوي) بېرون ته لېږدول.

۷- په ښارونو کی د تجارتی اوبو د څاګانو تړل.

۸- په ښارونو کې د کورونو د سیپتیک ټانکیو معاینه او سرغړونکو کورونو د سیپتیک ټانک تړل او جرمانه.

۹- د ټولنیز شعور بیدارول (کلو واشربو ولا تسرفو، او دا چې اوبه ټولنیز ملکیت دی او څوک حق نه لري چې ککړې یې کړي او یا یې له نورو غصب کړي).

په درنښت

ورته لیکنې

Back to top button