۸صبح، کندها: طالبانو ادعا کړې چې د بېپیلوټه الوتکو ضد سیسټمونو ته یې لاسرسی موندلی او ټاکل شوې چې ځای پر ځای کول یې له کندهاره پیل شي.
سرچینو چهارشنبه د وږي پر ۱۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو د دفاع وزارت د سرمفتش عبداللطیف حکیمي په مشری پلاوی کندهار ته تللی او له ۲۰۵ قول اردو څخه یې لیدنه کړې ده.
د سرچینو په خبره، دغه پلاوی د بېپیلوټه الوتکو ضد سیسټمونو د ځای پر ځای کولو لپاره د ۲۰۵ قول اردو او سپین بولدک ولسوالۍ مناسب ځایونه ارزولي دي.
سرچینو زیاته کړې چې د دغه سیسټمونو د ځای پر ځای کولو موخه د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ډرونونو مخنیوی ښودل شوی چې له کندهار وروسته به د هېواد نورو سیمو ته هم وغځول شي.
طالبان داسې مهال د هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره د هڅو خبره کوي چې تر اوسه د بهرنیو الوتکو د څار او کنټرول لپاره پام وړ رادار سیسټم نه لري.





