۸صبح، تخار: د تخار د زندان مسوولان وايي، چې ۱۶ کسان د دغه ولایت له زندان څخه ازاد شوي دي.
هغوی وايي، د جرمي دوسیو تر اروزلو وروسته دا بندیان د دغه ولایت له مرکزي زندانه ازاد شوي دي.
د تخار د مرکزي زندان مسوولان وايي، دا کسان نن دوشنبه د سلواغې پر ۲۵ ازاد شوي دي.
د تخار چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د بندیانو د دوسیو ارزولو ته یې پلاوی ټاکلی دی.
د تخار د ښاري محکمې د رییس مولوي محمد یوسف په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې وه، تر څو د هغو بندیانو دوسیې وارزوي، چې په کوچنیو جرمونو تورن دي.
د یادونې وړ ده، چې خوشې شوي بندیان د سرپرست حکومت له لوري په بېلابېلو جرمونو د دغه ولایت له مرکز تالقان څخه نیول شوي وو.