۸صبح، کندوز: د کندوز د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په امامصاحب ولسوالۍ کې د ځنګلونو وهل په «بېرحمانه» توګه دوام لري.
د امامصاحب ولسوالۍ د کرنې مدیر مولوي خیرالله نسیم نن دوشنبه د سلواغې پر ۲۵ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د کرنې ریاست په امر یې یو منظم کاري ټيم جوړ کړی؛ چې په دې ولسوالۍ کې د ځنګلونو د وهلو مخه ونیسي.
د نسیم په خبره، په دې ولسوالۍ کې یې څو کسان د ځنګلونو د پرې کولو په تور نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړه، د ځنګلونو د وهلو ځينې وسایل یې هم ضبط کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندوز امامصاحب ولسوالۍ اوسېدونکو د زورواکو له خوا د ځنګلونو له وهلو شکایت کړی و.
د کندوز امامصاحب ولسوالۍ ځنګلونه د کرنې او اوبو لګولو وزارت کې د پخواني حکومت پر مهال د مرغانو او وحشي ژویو په لرلو سره د محافظت شوې سیمې په توګه ثبت شوې وه.