په اندونیزیا کې د فوتبال سیالۍ په پای کې د لوبډلو د پلویانو ترمنځ نښتو کې ۱۷۴ تنه مړه او ۱۸۰ نور ټپیان شول.
رویټرز خبري آژانس د اندونیزیا د پولیسو له قوله راپور ورکړی، دا شخړه یکشنبې د اکتوبر په دوهمه د اندونیزیا په په ختیځ جاوه سیمه کې شوې ده.
تاوتریخوالی له هغې وروسته رامنځته شو چې کوربه لوبډلې ورغلې لوبډلې ته لوبه وبایلله.
پولیسو د وضعیت د کابو کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.
زیات شمېر کسان له سپورتي لوبغالي د وتلو پرمهال تر پښو لاندې شوي دي.
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکي دا پېښه فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ناوړه حادثه بللې ده.