۸صبح، کابل: په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۸ ولایتونو کې د ترافیکی پېښو له امله ۱۸ تنه مړه او ۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دا ترافیکي پېښې د سلواغي له ۲۹مې تر پنجشنبې د کب میاشتې تر څلورمې په هرات، فراه، هلمند، غزني، سمنګان، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې شوې دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د کابل – بلخ پر لویه لار او فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د شپږو ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۶ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د هرات په ولايتي روغتون کې روغتيايي سرچينې وايي چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د ترافيکي پېښو له امله ٦٢ تنه ټپيان شوي دي. د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې هم په يوه ترافيکي پېښه کې يو کلن ماشوم مړ شوى دى.
بل خوا په هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین تاییدوي چې په دغه ولایت کې د لسو ترافیکي پېښو له امله ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.
په غزني کې هم سرچينې په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله د يوه تن د مړینې او ١٨ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د ترافیکي نښو نشتوالی، خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې پامي په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونو بلل کېږي.