۲۴۷ جنازه؛ افغان ناروغ کډوال د پاکستان په زندان کې ومړ

۸صبح، کابل: پاکستان کې سرچینې وایي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د یوې کورنۍ غړي، چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو په غیرقانوني توګه زنداني کړي دي.
د دغې کورنۍ خپلوان وايي، د عبدالخلیل په نوم یو کس چې له خپلې مېرمنې سره د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و دوشنبه د لیندۍ پر ۲۸ د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې یې ساه ورکړې او مړی یې په ۲۴۷ شمېرې سره د دغه ښار د یوه روغتون سړېخونې ته لېږدول شوی دی.
د دغې کورنۍ د خپلوانو په وینا د عبدالخلیل مېرمن او دوه نور خپلوان یې لا هم په زندان کې دي. هغوی وایي، سره له دې چې څو ځله د پاکستان حکومت ته ورغلي، خو تراوسه یې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې.
پاکستان کې د طالبانو سفارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي په دې وروستیو کې پاکستان کې د افغان کډوالو او پناهغوښتونکو له وضعیته د اندېښنې په څرګندولو د دغه هېواد له لومړي وزیر څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ستونزې د هواري هڅه وکړي.