۸صبح، کابل: د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د يوې ټرافيکي پيښې له امله ۱۴ مسافر مړه او شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د چارواکو په وینا دغه پېښه تېره ورځ پنجشنبه د زابل ولایت جلدک سيمه کې د يو باروړونکي موټر او مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل ويلي چې دغه پېښه کې ټول وژل شوي او ټپیان کسان د ننګرهار ولايت د بچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي. نوموړی وايي، دغه مسافر له ننګرهاره هلمند ته د مزدورۍ لپاره تلل چې په لاره کې پرې دغه بوږنوونکې پېښه شوې ده.
د هېواد په لویو لارو کې د موټر چلوونکو بې احتياطۍ، د لارو نه سموالي او ځينو نورو دلايلو له امله وخت ناوخت ټرافيکي پېښې کېږي چې ګڼ شمېر هېوادوال په کې مړه او ټپيان کېږي.