۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې سپین بولدک لاره چې ناروغانو کولای شوای پرې تګ راتګ وکړي، د طالبانو له لوري په بشپړ ډول تړل شوې ده.
سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۴مه ویلي چې دا لار تېره شپه ناوخته تړل شوې ده.
د سرچینو په خبره، په سیمه کې ځايي طالب چارواکو له خلکو غوښتی چې تر بلې خبرتیا دې په دې لار تګ راتګ نه کوي.
د دې کړنې اصلي لامل روښانه نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې تورخم دروازه هم د لویو موټرو پر وړاندې له ۱۱ ورځو تړل کېدو وروسته وړمه ورځ بېرته پرانېستل شوه.