۸صبح، کابل: د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د کوئټې له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشې شوې دي.
نوموړي وزارت سهشنبه د وږي پر ۲۰مه ویلي چې دا کسان هلته د اوسېدو اسنادو نه لرلو لامله بندیان شوي وو.
د یاد وزارت په خبره، افغان کډوال له پنځو ورځو تر یو کال بند باندې محکوم شوي وو.
دا افغان کډوال د بلوچستان ایالت د کوئټې په زندانونو کې ساتل کېدل.
پاکستانی دولت له کلونو راهیسې د ماشومانو په ګډون افغان کډوال هلته د قانوني اسنادو نه لرلو لامله بندیان کوي.





