۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې پاکستاني پولیسو افغان خبریاله فاطمه همنوا له خپلو دوو ماشومانو سره نیولې ده.
سرچینو سهشنبه د لړم پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې پولیسو نوموړې خبریاله نن له غرمې وروسته د اسلاماباد له بي۱۷ ښارګوټي نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هلته د مېشتو افغانانو د ویزو تمدیدولو بهیر درولی دی.
پاکستان له دغه هېواده د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.





