۸صبح، کابل: د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) اعلان کړی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پولیسو څلور افغان خبریالان نیولي دي.
نوموړي سازمان دوشنبه د لړم پر ۲۷مه په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د پاکستاني پولیسو دا ډول اقدامات د بیان پر ازادۍ مستقیم ګوزار دی.
د دغه بنسټ په اعلامیې کې ټينګار شوی چې خبریالي جرم نه؛ بلکې د ولس غږ، د پېښو انعکاس او د حقیقت رسونې یوه بنسټيزه وسیله ده.
د اعلامیې له مخې، هر ډول فشار، ګواښ او ناقانونه نیونې د خبریالانو پر حیثیت، خوندیتوب او خپلواک کار ناوړه اغېز کوي.
نوموړي سازمان د پاکستان له حکومت او اړوندو امنیتي ادارو غوښتي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي سملاسي خوشې کړې او له یوه بحراني وضعیت څخه د راکډه شویو خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته درناوی وکړي.
د یاد سازمان په اعلامیې کې د پاکستان پر حکومت غږ شوی چې په دغه هېواد کې دې د ویزو تمدید ته اجازه ورکړي.
د اعلامیې له مخې، دغه وضعیت له یوې خوا پر افغان کډوالو د ویزو د تمدید ټولې لارې تړلې او له بلې خوا یې نیسي چې په وینا یې، دا چاره ډېره دردونکې ده.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو بنسټونو هم غوښتي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د ناوړه وضعیت لپاره سملاسي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امسو سازمان څه موده وړاندې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو ته په یوه استول شوي لیک کې په پاکستان کې له افغان خبریالانو د ملاتړ او خوندیتوب غوښتنه کړې وه.
له افغان رسنیو او خبریالانو د ملاتړ یو بل سازمان نی چې اوس په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، هم له پاکستان غوښتي و چې د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له نیولو او ایستلو لاس واخلي.





