۸صبح، کابل: افغانستان کې د سره صلیب کمېټه وايي، چې په هېواد کې د شاوخوا نوي سلنه پر کار بوختو کسانو ورځنی عاید له ۱.۹ ډالرو کم دی.
دغې کمېټې پنجشنبه د لړم پر دوولسمه نېټه د یوه راپور په خپرولو ویلي، چې د تېر زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې ۷۰۰ زره دندې له منځه تللې دي.
د دغه راپور له مخې، اوسمهال د افغانستان نږدې ۲۰ میلیونه وګړي پوره خوړو ته لاسرسی نه لري او څه باندې ۲۴ میلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب کمېټې زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو، میلیونونه نارینه، ښځې او ماشومان دې ته اړ ایستلي چې هره ورځ د واټونو پرغاړه د خوړو د ترلاسه کولو هڅې وکړي.
راپور زیاته کړې ده، چې شمېر دا کسان د کثافاتو د راټولو او یا د داسې چا په لټه کې دي چې مرسته ورسره وکړي څو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته بېروزګاري، بېوزلي او د کادرونو او پانګوالو تېښته زیاته شوې او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کیږي.
بل خوا بشري مرستو په ځانګړې توګه یو میلیارد او ۵۰۰ میلیون نقدو ډالرو، چې په دې برخه کې افغانستان ته رسیدلې دي په وضعیت کې چندان بدلون نه دی راوستی.