په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک پوره خوړو ته لاسرسی نه لري. دا ترټولو هغه تازه شمېرې دي، چې د خوړو نړیوال پروګرام خپرې کړې دي. په داسې حال کې چې د تېر یوه کال په لړ کې څه باندې یو میلیارډ ډالر د بشردوستانه مرستو په نوم هېواد ته راوړل شوي دي. اوس پوښتنه دا ده، چې د افغانستان وږي خلک به تر څه وخته لوږه وزغملای شي؟ تر څه وخته به خلک د خپلو بچیانو د لوږې کړاو وزغمي؟
کله به خلک د لوږې له امله په چیغو شي. آیا د طالبانو د ترهګر حکومت پر وړاندې د لوږو پاڅون پر لاره نه دی؟
په افغانستان کې اوسنۍ بېوزلي په بېلابېلو لاملونو پورې تړلې ده، لکه بې روزګارۍ، په بهرنیو مرستو پورې سخت تړلی اقتصاد، د بشردوستانه مرستو ناعادلانه وېش او په هېواد کې له وروستیو سېلابونو وروسته د څارویو او کرنیزو حاصلاتو له منځه تلل.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د بهرنیو موسسو او بنسټونو فعالیتونه ودرېدل، ځیني دولتي بنسټونه لکه پارلمان، د ښځو چارو وزارت او نورې دولتي ادارې د طالبانو له لوري لغوه شوې، شخصي کارو بار له ځوړ سره مخ شو، د ځینو سوداګریزو توکو د پلور بازار عملاً په ټپه ودرېد او ډیری کار ګمارونکو او متشبثینو هېواد پرېښود. د دغه کار په پایله کې ګڼ هغه کسان چې په دغو بنسټونو کې پر کار بوخت وو، وزګار شول او د بې روزګارو کسانو لیکې لاپسې اوږدې شوې. څرګنده ده،چې په هر بنسټ کې هر کارکوونکی یا کارګر لږ تر لږه د خپلې کورنۍ د درېیو غړو د اړتیاوو برابروونکې و او عملآ د یوه کس په وزګارېدو سره څلورو تنو خپله ډوډۍ له لاسه ورکړه.
پر دې سربېره، د هېواد د اقتصاد څرخ عملآ د بهرنیو مرستو په مټ تاوېده. دغه مرستې یا د بشر دوستانه مرستو په بڼه عملأ د اړمن پاړکي(طبقې) تر دسترخوانه رسېدې او یا یې هم په نامستقیمه توګه په بازار کې په چورلېدو سره لویه برخه خلکو ته د عاید ترلاسه کولو لاره هواروله. اوسمهال چې د ځينو هېوادونو مرستې عملآ بندې شوې او یاهم کمې شوې، نو په افغانستان کې د لوږو خلکو شمېر هم پسې زیاتېږي.
پر دغو دوو لاملونو سربېره د اوسنیو بشر دوستانه مرستو ناعادلانه وېش هم د ډیرو خلکو د لوږې لامل شوی دی. داسې رپوټونه شته چې طالبان د مرستو په وېش کې عادلانه چلند نه کوي او تر ډیره دغه مرستې خپلو جنګیالو او خپلوانو ته ځانګړې کوي. په داسې حال کې چې هره اونۍ د بشردوستانه مرستو په نوم افغاسنتان ته لسګونه میلیون ډالر راوړل کیږي، خو د لوږو خلکو د شمېر په کمېدو کې یې کوم اغېز نه دی لرلی. دا مساله پر دې دلالت کوي،چې په اصطلاح بشردوستانه مرستې طالبانوعملاً په طالب دوستانه مرستو بدلې کړې دي، او که داسې نه وي، د دې مودې په لړ کې د دغو مرستو په پایله کې باید په هېواد کې د بې وزلۍ د کچې د راټېډو شاهدان وای.
د خواشینۍ وړ دا ده،چې د افغانستان خلک، یوازې د بې روزګارۍ، د بهرنیو مرستو د بندېدو، د بشردوستانه مرستو د ناعادلانه وېش او د طالب په نامه د یوې بلا په نازلېدو سره وږي او بې وزلي شوي نه دي، بلکې د افغانستان ډیری ولایتونه په وروستیو دوو میاشتو کې د ورانوونکي سیلابونو شاهدان وو،چې په اصطلاح غم د پاسه غم شو. د دغو سیلابونو له امله ډیری خلکو خپل کرنیز حاصلات او څاروي له لاسه ورکړل. په افغانستان کې خلک درې فصله کار کوي، څو د یوه فصل ډوډۍ برابره کړي او د ژمي د یخنۍ تاب راوړي. دغو سیلابونو د هغوی د څو فصلونو خوارۍ په سیند لاهو کړې او خلک له خپلو سیلاب ځپلو ځمکو او سیلاب ځپلو حاصلاتو سره چې نور نو نشته پاتې شول.
تر ټولو د خواشینۍ وړ داده، چې ټول دغه لاملونه د هغه سیاسي نظام کمزورتیا ته ورګرځي، چې اوس په افغانستان کې واکمن دی البته که وکړای شو د طالبانو رژیم سیاسي نظام وبولو. که دولت د کار د رامنځته کېدو توان نه درلود، لږ ترلږه د خلکو واړه کسبونه او کارونه به یې نه ترې اخیستل، خو طالبان له دولتي ادارو نیولې تر ټرانسپورټي ادارو او استازولیو او خصوصي سکټورونو پورې هڅه کوي، چې د خلکو جوړ او د ګټې وټې کار ترې واخلي. په مخکیني دولت کې که فساد و، لږ ترلږه د پيسو وړه سلنه بازار ته دننه کېدله او پیسې د راکړې ورکړې بهیر ته لوېدلې، خو طالبان فساد کوي، پیسې ټولوي او تر وروستۍ سېکې یې په نورو هېوادونو کې خپلو کورنیو ته لېږي.
پر دې سربېره، د بهرنیو مرستو د بندېدو په برخه کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو د خوندېتوب په تړاو ملي او نړیوالو غوښتنو ته د نه پاملرنې له امله هم طالبان ګرم دي. دغه راز زیانمنو شویو ته د رسېدنې په برخه کې له طبیعي پېښو سره د طالبانو د مبارزې وزارت کړنې په نشت حساب دي، لوستلي او اورېدلي مو دي،چې طالبان له خلکو سره د مرستې د مسوولیت د اخیستو پرځای خلک دعا او رازو نیاز ته هڅوي. کله چې یو حکومت دغه راز احمقانه پر خلکو او د خلکو پر اړتیا ملنډې وهي، آیا د دوام وړ دی؟
په افغانستان کې د خلکو لوږه او د طالبانو د مسوولیت نه اخيستل به د طالبانو په بېړه روان حکومت ته د پاموړ پایلې ولري: یوه له دغو پایلو به د لوږو پاڅون وي. داسې پاڅون چې نه مشر پېژني، نه ګواښ پېژني او نه انګېزه. د هر چا مشر هغه غریزه ده،چې ډوډۍ ترې غواړي. وږي کس ته ګواښ مانا نه لري، ځکه هغه به په هر صورت کې ومري.
نو په سنګر کې مرګ تر بړستنې لاندې مرګه هر کس غوره ګڼي. د هر کس لپاره انګیزه هغه ډوډۍ ده چې باید منګول پرې ټینګه کړي. هغه ډوډۍ به څومره ښه وي،چې د یوه تمامیت غوښتونکي او مستبد رژیم په نسکورېدو سره ترلاسه شي. تاریخ ثابته کړې ده،چې خلک د ربړونې د زغملو توان لري، له آزادۍ پرته کولای شي د خپلو کورونو په چاردېوالونو کې کلا بند پاتې شي، د ږیرې په پرېښودو، د ږېرې په خریېلو او له ححاب او بې حجابۍ سره کولای شي، د واکمنانو چلند وزغمي، خو د لوږې تاب به هېڅکله ونه لري.
کله چې خلک په خپلو سترګو ګوري،چې واک ته د طالبانو په رسېدو سره یې کار دریدلی، یا یې له فلانۍ ادارې لور شړل شوې، بازار سوړ شوی او د لومړنیو توکو بیې خورا لوړې شوې او په عین حال کې بشردوستانه مرستې د طالبانو له لوري په تبعض سره وېشل کیږي او یوازې د طالبانو خپلوانو ته رسېږي،دا ګمان یقین ته نږدې کیږي،چې له ځوږه ډک مرګ به پرچوپې مړینې غوره وګڼي.
کله چې خلک وږي شول، په ښارونو کې ویره خورېږي، لومړني خوراکي توکي لږ پيدا کیږي، کوڅې او واټونه ناامنه کیږي او د خلکو د وینې ارزښت نورهم کمیږي او په هره پلمه تویول کیږي.د افغانستان په څېر هېواد چې په وچه کې ایسار وي، اقتصاد یې وارداتي وي او یوه د اسې ترهرګره ډله پکې واکمنه وي چې ټولې ملي شتمنۍ لکه کانونه او تاریخي آثار یې د ګاونډيو هېوادونو چور ته وړاندې کړي، څرګنده ده،چې خلک هغه کس او کسان مسوول ګڼي چې د واک واګي یې په لاس کې دي، نو هڅه به کوي،چې د شته وضعیت پر وړاندې ودرېږي او د بدلون لپاره یې بیه پرې کړې.