نړیوالې تجربې ښیي چې د تمدنونو پراختیا او وده، په هره ټولنه کې په فکري او فرهنګي ودې پورې تړلې ده او په ټولنه کې د کتاب لوستلو فرهنګ پرته، هېڅ تمدن وده نه شي کولای. مطالعه چې د هرې ټولنې د ودې اصلي لامل ګڼل کیږي، د بې وزلۍ او وزګارۍ ننګونو په ګډون، د سم درسي سیسټم نشتوالی او یوه روښانه راتلونکي ته د ځوانانو ناهیلي د دې لامل شوې چې د بلخ ولایت اوسېدونکو ترمنځ د کتاب ویلو فرهنګ کموالی ومومي. بلخ کې ځینې خپرونکي وایي چې په کتابتونونو کې یې زرګونه کتابونه شته، خو هېڅ پېردونکي نه لري.
مزارشریف کې د سعادت کتاب پلورنځي مسوول، عبدالکبیر، وویل چې په ټولو امکاناتو یې د کتاب پلورنې په برخه کې پانګونه کړې، خو اوسمهال د دغه کتاب پلورنځي فعالیت صفر ته رسېدلی. هغه زیاته کړه: «د کتاب ویلو فرهنګ کابو ۹۵ سلنه کموالی موندلی. پېردونکي نشته، څوک نه راځي. مخکې ډېر استادان او محصلان د کتاب پېرلو لپاره دلته راتلل، خو اوس تاسو وینئ چې د کتابونو په دې لوی نندارتون کې، زما او همکارانو پرته، بل هېڅوک نشته.»
مزارشریف کې یو شمېر محصلان وایي چې د اقتصادي ننګونو له امله، ډېری ځوانان اړ شوي چې سخت کارونه وکړي او دا له مطالعې څخه د هغوی د لیرې والي لامل شوی.
بلخ ولایت کې یو محصل، محمدنور فدایي وایي: «ښکاره ده چې اقتصاد د ټولنې په پرمختګ کې اړین رول لري. هغه کسان چې له اقتصادي پلوه ستونزې نه لري، هڅه کوي چې ښه فکر او ذهنیت ولري. هغه خلک چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای کتاب وپېري، باید کار وکړي ترڅو ژوند وکړاي شي.»
د بامیان ولایت اوسېدونکی او د بلخ پوهنتون یو محصل، محمد، وایي چې د کتاب پېرلو وس نه لري او د کمو پېسو په بدل کې د خپلې د اړتیا وړ له کتابونو عکس اخلي. محمد ټینګار وکړ: «د هېواد کړکېچن وضعیت له یوې خوا، د اقتصاد خرابوالي له بلې خوا، ځوانان له مطالعې لیرې کړې دي. د خلکو روحي وضعیت ډېر ناوړه دی. زه خپله اوسمهال له اقتصادي ستونزو سره مخ یم او د خپلې د اړتیا وړ کتابونو د پېرلو وس نه لرم.»
د بلخ پوهنتون یو محصل، علم شاه د بدخشان ولایت اوسېدونکی دی، هغه هم وایي چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، محمد جوتوي: «مخکې د کتاب ویلو فرهنګ ډېر ښه و. که زه د ځان په اړه ووایم، پخوا مې کورنۍ مرسته راسره کوله او ما کولای شوای چې کتاب وپېرم او مطالعه وکړم، خو اوس مې پلار وزګار دی او زه اړ یم چې خپله پېسې پیدا کړم او کتاب وپېرم.»
افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ډېری وګړي په ځانګړې توګه د پوهنتونونو استادان او محصلان د هېواد پرېښودو ته اړ شول او هغوی چې په افغانستان کې پاتې شول، د وزګارۍ او بې وزلۍ له امله اړ دي چې خپلې زده کړې وځنډوي او خپلې کورنۍ ته د یوې لمړۍ ډوډۍ موندلو لپاره، سخت کارونه وکړي.