۸صبح، پنجشېر: له پنجشېر څخه سیمهییزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې طالبانو د پخواني حکومت یو پوځي افسر وژلی دی.
دا پېښه سهشنبه د غويي پر ۲۰ د پنجشېر درې ولسوالۍ په تنخوی کلي شوې ده.
د سرچینې په وینا، دغه کس جشمېد نومېده او طالبانو لومړی له کور څخه ایستلی او بیا يې وژلی دی.
سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو دا کس له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور وژلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
له څه مودې راهیسې په پنجشېر، بغلان او تخار کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. په دې نښتو کې دواړو اړخونو ته مرګژوبله اوښتې ده. سرچينې ادعا کوي، چې د دغو نښتو په ترڅ کې طالبانو د ملکیانو په نیولو او وژلو هم لاس پورې کړی دی.
د بشري حقونو ځینې فعالان په پنجشېر، بغلان او تخار کې د طالبانو چلن جنګي جنایت بللی دی. طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.