۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنت له امریکا غږ سره په خبرو اترو کې وایي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو ژوند «ډېر وېروونکی» دی.
هغه له بشري حقونو پراخه سرغړونه، مالي ناورین او له خلکو سره د طالبانو دوه ګونی چلن د اندېښنې وړ بولي.
د ریچارډ بنت په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، خبریالان په ازاده توګه فعالیت نه شي کولای، پر لږکیو بریدونه کېږي او د وژنو، نیولو او شکنجو یو نوملړ شتون لري.
هغه زیاتوي، چې افغانستان نه یوازې د بشري حقونو له ناورین سره مخ دی؛ بلکې دغه هېواد د حکومتولۍ له ناورین سره هم مخ دی.
بنت زیاتوي، چې نړیوالې ټولنې افغانان یوازې پرېښې دي. د هغه په وینا، افغانان حق لري چې فکر وکړي یوازي پرېښودل شوي او دا «ډېره زړه بوږنوونکې خبره ده».
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی د طالبانو له خوا د ټولشموله حکومت جوړولو ژمنې ته هیله من نه دی او وایي، چې دغه ډله له ټولشموله او ښې حکومتولۍ سره ډېر واټن لري.
ښاغلي بنت همداراز ویلي، چې طالبان هڅه کوي ښځې په پوره توګه ګوښه کړي.