۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې ځایي سرچینې وایي، چې له دوو ورځو دمې وروسته د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې نن بیا پیل شوې دي.
د سرچینو په وینا، دوشنبه د غبرګولي پر ۹، د ۱۱:۰۰ بجو شاوخوا طالبانو غوښتل، چې د پنجشېر مرکز اړوند برخو کې د مقاومت جبهې پر پټنځایونو برید وکړي؛ خو په لار کې د دغې جبهې له کمین سره مخ شول.
سرچینو جوته کړه، چې د دې پېښې له امله تر ۱۰ ډېر طالب ځواکونه وژل شوي دي.
په همدې حال کې مقاومت جبهې نن په یوه ټویټ کې اعلان کړی، چې د دغې جبهې په یوه کمین کې تر ۱۵ ډېر طالبان وژل شوي دي.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري بیا د دغې جبهې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
په دې لړ کې، سرچینې وایي چې طالبان او د مقاومت جبهې ځواکونه د پنجشېر په ځینو نورو برخو په ځانګړې توګه پریان ولسوالۍ کې ګوته په ماشه دي؛ خو له دوو ورځو راهیسې د دغو دوو ډلو ترمنځ نښته نه وه شوې.