اروپا کې د اقتصادي ننګونو په دوام، په نړیوالو بازارونو کې د یوه یورو ارزښت له یوه امریکایي ډالر سره یوشان شوی دی.
د راپورونه له مخې، دوشنبه د جولاي پر ۱۱ د ورځې په راکړو ورکړو کې د هر ډالر پر وړاندې د یورو ارزښت په بې مخیني توګه کم شوی دی.
ویل کېږي، چې د یورو نرخ په تېرو شلو کلونو کې د انرژۍ د ناورین او د اقتصاد د پرځېدو له امله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
په همدې توګه په نړیوالو بازارونو کې د دوشنبې ورځې په راکړو ورکړو کې د یورو پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت د ۲۰۰۲ کال د نومبر میاشتې راهیسې تر ټولو لویې سطحې ته ورسېد.
د ویلو ده، چې د افغانستان په بازارونو کې یو امریکایي ډالر په ۸۸.۷۰ افغانۍ پلورل کېږي او په همدې توګه یو یورو د ۹۱.۵۰ افغانیو په بدل کې دی.