۸صبح، کابل: بامیان کې ځايي طالب مسوولانو رسنیو ته منلې، چې د یونیسکو سازمان له مخالفت وروسته د بامیان د زاړه بازار په سیمه کې د بیارغونې کار درېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوشنبه د زمري پر ۱۰ ځايي طالب مسوولانو د بامیان د زاړه ښار سیمه کې د بیارغونې کارونو د پیل خبره کړې وه.
د بامیانو والي او په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي وو، چې دغه بازار د اطلاعاتو او کلتور وزارت په لارښوونې او د یونیسکو تر سلامشورو وروسته رغول کېږي.
تازه بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د یونیسکو د مسوولانو په حواله راپور ورکړی، چې طالبانو د بامیان د زاړه بازار د بیارغونې په هکله ورسره سلا نه ده کړې.
د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې یونیسکو د بامیان په تاریخي ځایونو په ځانګړې توګه د زاړه بازار او د بودا مجسمو شاوخوا د هر ډول بیارغونو کارونو سره مخالفت لري.
د یادونې وړ ده، چې د بامیان زوړ بازار د بودا صلصال مجسمې ته مخامخ اباد دی.
د ملګرو ملتونو فرهنګي او علمي سازمان یا یونیسکو په دې او د بامیان په نورو تاریخي سیمو کې هر ډول بیارغونه منع کړې ده.