۸صبح، تخار: تخار کې ځايي سرچینې وايي، د ۲۰۷ عمري قول اردو مرستیال قوماندان ویلي، چې ځواکونه یې په یوه اوونۍ کې د تاجیکستان د نیولو توان لري.
سرچینې سهشنبه د زمري پر ۱۱ وايي، چې په تخار کې د ۲۰۷ قول اردو مرستیال قوماندان ملا جان محمد حمزه ویلي، ځواکونه یې د دې وړتیا لري، چې په یوه اوونۍ کې تاجیکستان لاندې کړي.
نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزیر په شتون کې چې تخار ته تللی و، کړې دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې که تاجیکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس وانخلي او روسیه یي شا ته ونه درېږي، یاد هېواد په یوه اوونۍ کې نیولی شي.
د یادونې وړ ده، چې د تخار په سقوط کې ملا جان محمد حمزه ډېر رول لاره.