۸صبح، بامیان: بامیان کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د یوه ځایي طالب قوماندان له خوا د مرستندویه بنسټ د یوه کارکوونکي له وهلو ټکولو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې یکشنبه د وږي پر اوویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د اسلامیک ریلف مرستندویه موسسې یو کارکوونکی په نمبر ۱ یکاولنګ ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قوماندان سید حسین جاوید له خوا وهل ټکول شوی دی.
د سرچینو په وینا دغه ځایي قوماندان د دې موسسې پر کارکوونکي نجیبالله دادفر فشار راوستی ترڅو د نمبر ۲ یکاولنګ ولسوالۍ په پروژه کې ده ته سهم ورکړي او دغه پروژه د هغه کور ته نږدې پلې کړي.
د موسسې دغه کارکوونکي بیا د نمبر ۱ یکاولنګ ولسوالۍ د امنیه قوماندان غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې، چې په پایله کې یې وهل ټکول شوی دی.
د اسلامیک ریلف مرستندویه موسسې مسوولانو تر اوسه د په بامیان کې د طالبانو د یوه امنیه قوماندان له خوا د دې موسسې د کارکوونکي د ډبولو په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې له دې مخکې هم د طالبانو له خوا د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو د وهلو ټکولو او نیولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.