د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د روسیې د امنیت شورا رییس چین ته سفر کوي.
دغه وزارت په یوه بیانیه کې ویلي، چې د روسیې د امنیت شورا رییس نیکولای پاتروشف یکشنبه د سپټمبر پر ۱۸ په یوه دوه ورځني سفر چین ته ورځي.
پاتروشف به له روسیې سره د چین ستراتیژيک امنیت لپاره د سلامشورې په اوولسمه دوره او د چین او روسیې د امنیتي همکارۍ په اوومه ناسته کې ګډون وکړي.
چین ته د دغه روسي چارواکي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د تېرې اوونۍ پر پنجشبې ورځ د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراین له جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره له یو بل سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.