۸صبح، تخار: تخار کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د یوه سپینږیري کس له ځانوژنې خبر ورکوي.
دغه کس، چې محمدقل نومېده چهارشنبه شپه د تلې پر شپږمه نېټه یې د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په قزل کلي کې ځان ځړولی دی.
ویل کېږي، چې محمدقل موچي و.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام پنجشنبه د تلې پر ۷ یوه ټویټ کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه راروان ژمې کې د لوږې او بېوزلۍ له زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.