۸صبح، کابل: طالبانو په کابل کې د یوې ایرانۍ نجلۍ مهسا امیني د وژل کېدو په اعتراض د ښځو لاریون په ډزو ګډوډ کړ.
دغه اعتراض پنجشنبه د تلې پر ۷ کابل کې د ایران سفارت مخې ته د مهسا امیني د وژل کېدو په تړاو کې رامنځته شوی و.
اعتراض کوونکو د «مېرمنې، ژوند او ازادي»، «ایران پاڅون وکړ، اوس زموږ وار دی» او «له کابله تر ایرانه، دیکتاتورۍ ته نه ووایه» شعارونه ورکول.
طالبانو د دغه اعتراض له پیله څو دقیقه وروسته ښځې په هوایي ډزو سره جلا کړې.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د ښځو د سوله ییز او مدني اعتراض پروړاندې له ګولیو کار اخلي.