۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند افغانستان کې د نجونو ښوونځیو بیا پرانیست حتمي بللی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، چې د اسلامي علماوو ټولنې په ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی شنبه د تلې پر ۲۳ یې په دې غونډه کې وینا کړې ده.
د افغانستان ملي ټلویزیون، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت لري راپور ورکړی، مجاهد په دې ناسته کې ویلی، چې د نجونو ښوونځیو بیا پرانیست حتمي دی.
مجاهد د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو لامل د روزنیز نصاب او د زدهکوونکو د تګراتګ لپاره د ترانسپورټي توکو په برابرولو کې ځنډ ګڼلی دی.
مجاهد په داسې حال کې افغانستان کې د نجونو ښوونځیو بیا پرانیست حتمي بولي، چې طالب چارواکو له دې مخکې هم په نړیوالو ناستو کې په نږدې راتلونکي کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو له پرانیستل کېدو خبر ورکړی و؛ هغه ژمنه چې تر اوسه نه ده عملي شوې.