۸صبح، کابل: د اوکراین په جګړه کې د روسیې له خوا د مخکیني حکومت د پوځ د یو شمېر کومانډویانو د ګومارلو په اړه د راپورونو خپرېدو امریکایي چارواکي د خبریالانو له پوښتنو سره مخ کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس دوشنبه د لړم پر نهمه د روسیې له خوا د افغان کومانډویانو د ګومارلو په تړاو د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په دې اړه له راپورونو خبر دی خو تاییدولای یې نه شي.
پرایس ویلي: «البته له چا پټه نه ده، چې کرملین اوکراین کې د جګړې او احتمالي مړینې لپاره ځواکمنو کسانو پسې یوه پراخه شبکه اچولې ده.»
هغه له افغانستانه له وتلو وروسته افغان کومانډویانو ته د امریکا د بېپامۍ تور په ځواب کې اسایوي او پي ۱ پروګرامونو ته په اشارې وویل، چې افغانانو ته ډېرې لارې شته چې امریکا ته سفر وکړي.
یوه خبریال له پرایس څخه وپوښتل چې که د ګومارلو موضوع رښتیا وي، هغو کومانډویانو ته چې د روسیې په لیکو کې جنګېږي د ده پيغام څه دي؟
هغه وویل، چې افغان کومانډویان دې د امریکا د کډوالۍ پروګرامونه تعقیب کړي، نه دا چې اوکراین کې د روسیې پر ځواکونو بدل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسوشیټډپرس دوشنبه د لړم پر نهمه راپور ورکړ، چې د افغانستان پوځ لږ تر لږه درې جنرالانو د روسیې له خوا د دغه هېواد د مخکینیو کومانډویانو د ګومارلو موضوع تایید کړې ده.