د افغانستان کرېکټ لوبډلې په نړیوال ۲۰ اوریز جام کې خپله څلورمه سیالۍ کې د سریلانکا لوبډلې پروړاندې د ۶ ویکټو په توپیر ماته وخوړه.
دغه سیالي سهشنبه د لړم پر لسمه د اسټرالیا په ګبا لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې لومړی د افغانستان کرېکټ لوبډلې سریلانکا ته ۱۴۴ منډې هدف وټاکه.
په دوام کې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
دا د کرېکټ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې څلورمه لوبه وه، چې د دغې لوبډلې په ماتې سره پایته ورسېده.
د افغانستان کرېکټ لوبډلې دوې نورې لوبې، چې ټاکل شوې وه له نیوزلنډ او ایرلنډ سره ترسره شي د باران له امله لغو شوې او په لومړنۍ سیالۍ کې یې هم د پنځو ویکټو په توپیر د انګلستان پروړاندې ماته وخوړه.
افغانستان اوس په ۲ امتیازونو سره د دغو سیالیو د لومړي ګروپ په پای کې دی.
ټاکل شوې دغه لوبډله په وروستۍ سیالۍ کې د اسټرالیا پروړاندې ولوبېږي.